حکومت د فاټا پرمختیايي اداره ختمه کړه

د ارشیف انځور: د خیبر پښتونخوا اسمبلي

پراګ ـ د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، د فاټا پرمختيايي اداره يا (اېف ډي ای) تحليل شوې ده او د دې محکمې کارکونکي به په اړوندو ادارو کې ګمارل کېږي.

د قبايلي ضلعو لپاره د وزيراعلی سلا کار اجمل وزیر، د اګست په ۲۴مه، مشال راډيو ته وویل، قبايلي ضلعو ته به بلدياتي نظام هم غځول کېږي او اختيارات به مقامي حکومتونو ته ورکول کېږي.

ده زياته کړه چې د قبايلي ضلعو لپاره فنډونه ځانګړي شوي دي او د دې د شفافيت لپاره هم دوی کار کوي.

خو کارپوهان وايي، د پخوانۍ فاټا پرمختيايي ادارې کارکونکیو د خپلو نوکريو په اړه څو واري مظاهرې کړي او د حکومت سره په دې لړ کې څه پلان نشته.

اجمل وزير وايي، قبايلي ضلعو ته د اختياراتو د ورکولو بهير روان دی او په دې لړ کې د پخوانۍ فاټا پرمختيايي اداره يا فاټا ډولپمنټ اتارټي تحليل شوې ده.

فاټا ډولپمنټ اتارټۍ به په پخوانیو قبايلي ايجنسيو کې د روډونو او ډيمونو جوړولو ترڅنګ نور پرمختيايي کارونه هم کول.

اجمل وزیر دا څرګندونې له هغې وروسته کړي چې د خيبر پښتونخوا کابيني د اګست په ۲۳مه د فاټا ډولپمنټ اتارټۍ د تحليلولو منظوري ورکړه.

اجمل وزير وايي، د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا د ورګډيدو وروسته د ادارو واک او چارې متعلقه قبايلي ضلعو ته ورکول شروع شوي وو او د پخوانۍ فاټا په اړه نورې ادارې هم ختمي شوې دي.

دوی وويل، چې کوم قانون په پيښور او مردان کې وي هغه به په ټولو قبايلي ضلعو کې عملي کېږي.

"د پخوانۍ فاټا يوازې اېف ډي ای اداره پاتي وه، نورې ټولې ادارې تحليل شوې وې. په دې کې تر ټولو مهمه خبره، په دي اداره کې د کارکونکو ده. اېف ډي ای سره چې څومره ملازمينو کار کولو، هغه ټول به موږ په متعلقه ادارو کې لګوو. په دې کې د زياتره ملازمينو تعلق د قبايلي ضلعو سره دي."

اجمل وزير وويل چې د اګست په ۲۸مه د بلدياتي ادارو وخت پوره کېږي او د دوی حکومت پلان لري چې د صوبې د نورو سيمو پر څېر په قبايلي ضلعو کې به هم د مقامي حکومتونو لپاره انتخابات کېږي.

د وزيراعلي سلا کار په خپلو خبرو کې د قبايلي ضلعو لپاره د ځانګړو شوو فنډونو په اړه وويل چې په دې کې به شفافيت لومړتيوب وي.

خو په پيښور کې د «هم» تلویزون بيورو چيف طارق وحيد مشال راډيو ته وويل چې د پخوانۍ فاټا د پرمختيايي ادارو د کارکونکو د مستقبل په اړه حکومت سنجيده نه ښکاري.

"د دې ادارې د ملازمينو راتلونکی معلوم نه دی. په تېرو درو مياشتو کې ملازمينو څو وارې لاريونونه وکړل چې حکومت ورته پاملرنه وکړي. حکومت خو دا دعوې کوي چې دا ملازمين به په متعلقه محکمو کې لګوي خو په دې لړ کې یې څه کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي."

د طارق وحيد په خبره د حکومت دا دعوه به هم معلومه شي چې پخوا به د قبايلي سيمو لپاره پرمختيايي فنډونو کې ډيرې درغلۍ کېدې او واک يې له وفاق سره وو خو اوس به دوی د فنډونو لګول څاري.