د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان مشران ادعا کوي، د منظور پښتين تر جلسو وروسته ځايي چارواکي يې غړي او پلويان تنګوي.
منظور پښتين د تېر لوی اختر پر موقع د جنوبي وزيرستان په واڼه، مکين، سره روغه او لده کې ولسي غونډو ته ويناګانې کړې وې.
د غورځنګ يوه ځايي مشر رحمت شاه مسود د اګست پر ۲۶ مه نېټه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال ادعا وکړه چې پوليسو د ۱۰۰ کسانو پرضد مقدمې درج کړې او پر کورونو يې چاپې وهي.
هغه زياته کړه چې دوی د جلسو پر مهال هيڅ ډول غيرقانوني او غيراييني ويناګانې او نعرې نه دې وهلې.
دا هم وګورئ: بنو: حنيف پشتون او نديم عسکر یې جېل ته یووړلرحمت شاه مسود وويل، حکومتي اقدامات به دوی د ظلم خلاف له غږ اوچتولو څخه ونه دروي.
خو د جنوبي وزيررستان د پوليسو مشر عتيق الله وزير پر کورونو د چاپو وهلو تورونه رد کړي دي.
هغه د اګست پر ۲۶ مه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د مقدمو درجولو تصديق ونکړ البته وې ويل چې غورځنګ چې هرځای جلسې کړې دي نو پرخلاف مقدمې جوړې شوې دي.
دده په وينا، غورځنګ د رياست او ریاستي ادارو خلاف نعرې وهي.
د پښتون زغورنې غورځنګ ګڼ شمېر مشران او غړي داوخت د مختلفو مقدمو لاندې په زندانونو کې دي.