سهيل شاهين: د سولې لوظنامې ته د وروستۍ بڼې ورکولو هڅه کوو

په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې اترې به نن (سېشنبې) پر شپږمه ورځ هم د قطر سر ښار دوحه کې دوام وکړي.

د اګست پر ۲۶ مه نېټه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې خبرې به نن ( اګست ۲۶ مه) د سهار له لسو بجو پیلېږي.

تردې وړاندې وسله والو طالبانو ویلي وو چې د خبرو اترو په دې نهم پړاو کې د لوظنامې تېخنيکي نکاتو ته حتمي بڼه ورکول کېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغه وړاندیزونه رد کړی چې ګواکې ممکنه لوظنامه به د امریکا ملاتړ لرونکي افغان حکومت پر ضد د طالبانو په جګړه نه عملي کیږي.

دا هم وګورئ: د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پر پنځمه ورځ هم دوام لري

نوموړي د اګست پر ۲۶ مه نېټه پر ټویټر وليکل چې امریکا اوس هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او د ممکنه لوظنامې وروسته به هم دې ته دوام ورکوي.

خلیلزاد زیاته کړې،ټولې غاړې سلا شوې چې د افغانستان راتلونکی به د افغانانو په خپلمنځي مذاکراتو کې فېصله کېږي.

طالبان لا تر اوسه له افغان حکومت سره له خبرو اترو کولو انکار کوي.

طالبانو ویلي چې که کومه لوظنامه وشي نو د چین، روس او ملګرو ملتونو د استازو په موجودګۍ کې به یې په خبري غونډه کې اعلانوي.