د افغانستان سولې په لړ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبرې اترې په قطر کې دوام لري.
دواړه غاړې وايي چې ډېر ژر به يوې موافقې ته ورسېږي.
بل لور ته د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی هم له طالبانو سره خبرو اترو ته تیاری نيسي.
د تړون په صورت کې د افغانستان د حالاتو په اړه يو شمېر پوښتنې په ذهنونو کې ګرځي؟
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې کابل مېشت خبریال او څېړونکي بلال سروري او اسلام اباد کې د مشال راډیو خبريال طاهر خان سره هم دغه پوښتنې څېړل شوې دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.