د شمالي او جنوبي وزیرستان ولس وايي چی حکومت یو خوا پر ونو او بوټو لګولو اربونه روپۍ لګوي خو بلخوا په وزیرستان کې شته ځنګلونه په بې دردۍ سره وهل کېږي چې له کبله يې نه يواځې د سيمې ښکلا له منځه ځي بلکې چاپيريال هم اغېزمن کېږي.
د دوی په وينا د لرګيو کاروباريان ونې پرې کوي او قاچاقوي يې خو حکومت يې پر ضد هيڅ ډول ګامونه نه پورته کوي.
د وزيرستان قبایلي مشرانو په سیمه کې د ځايي امنیتي چارواکیو په اجازه د ځنګلونو پر پري کولو نیوکې کړي دي.
د اګست پر ۲۸مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د سیمې ځېنو قبایلي مشرانو وویل چې پوځ ټېکه دارانو ته اجازه ورکړې چې د سړک دواړو خواوو ته ځنګلونه پرې کړي. دوی وويل چې دا ځنګلونه دوی ته د پاکستان له جوړېدو وړاندې له پلرونو او نيکونو ورپاتې دي.
دوی غوښتنه وکړه چې کوم ځنګلونه وهل شوي، هغه خو يې له لاسه وتلي خو نور دې نه وهل کېږي.
بلخوا د جنوبي وزیرستان ډپټي کمشنر نعمان وزیر مشال راډیو ته ويلي چې د سړک پر غاړه له دغه ځنګلونو پر امنيتي ځواکونو بریدونه کېږي نو ځکه يي په ځینو سیمو کې د ونو د پرې کولو ویلي او چې کومو سیمو کې ونې پرې کېږي هلته به د ځنګلاتو څانګه نور بوټي لګوي.