"خېبر پښتونخوا کې تر شپږ زره پورې نوي پوليس ګمارل کېږي"

د خېبر پشتونخوا پولیس (ارشیف)

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزی وايي، صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې په قبايلي ضلعو کې به اضافي پوليس ګماري او په دې کې به مقامي خلکو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

نوموړي د اګست پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د قبايلي سيمو په په خېبر پښتونخوا صوبه کې له شاملولو وروسته دا پرېکړه شوې وه چې په دغو سیمو کې به اضافي پوليس ګمارل کېږي چې په لومړي سر کې يې خاصه دار او ليويز په پوليسو ورګډ کړل.

((له ۳۰۰۰ واخلې تر ۶۰۰۰ پورې د پوليسو ګمارل پاتې دي. د هغو سيمو د خلکو د روزګار لپاره دا پرېکړه شوې ده چې څومره کسان په بېلا بېلو محکمو کې ګمارل کېږي نو په دې کې به مقامي خلکو ته لومړيتوب ورکول کېږي.))

نوموړی زياتوي چې پر اقتصادي ستونزو سربېره ليويز او خاصه دار ځواک په پوليسو ورګد کړل شول او د اضافي پوليسو ګمارل به په پړاوونو کې ترسره شي.

له دې وړاندې د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان په مشرۍ د اګست پر ۲۶مه د ايپکس کمېټۍ غونډه شوې وه او پر دې موضوع يې بحث کړو و. په غونډه کې د قبايلي ضلعو امنيتي حالاتو ترڅنګ د اصلاحاتو بهير جاج اخيستل شوی و.

په صوبايي اسمبلۍ کې د مومندو استازي نثار مومند له مشال راډيو سره په خبرو کې په قبايلي ضلعو کې د اضافي پوليسو ګمارلو هرکلی وکړ خو وايي چې پوليسو کې د شامل شوو خاصه دارو نوکرۍ دې پخي کړل شي او د دوی د روزنې لپاره دې عملي ګامونه پورته شي.

(( حکومت بايد د خاصه دارو مسله هواره کړي، بيا د اضافي پوليسو د ګمارل کار شروع کړي. که چيرې دوی دا مسله نه هواروي او نور پوليس اخلي نو دا به ستونزې راپورته کړي. حکومت تشې دعوې کوي خو عمل يې نشته.))

د نوموړي په وينا د دې کار سر ته رسول ډېر مشکل ښکاري ځکه چې د ده په وينا حکومت ډېر ژر له خپلو اعلانونو او ېمنو په شا کېږي.

د خېبر پښتونخوا د اوو قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن د لېويز او خاصه دار ځواکونو شمېر شاوخوا ۳۵۰۰۰ دی. په اسلام اباد کې د قبايلي چارو پوه ډاکټر اشرف علي مشال راډيو ته وويل چې په قبايلي ضلعو کې اوس هم داسې سيمې شته چيرې چې امنيتي حالت ښه نه دی او په هغو ځايونو کې امنيتي سرتيرو ته اړتيا ده.

((زما په اند په سيمه کې مسلې شته او دا ممکنه هم نه ده چې په يو ځل ټولۍ ستونزې هواري شي. تړ ټولو مهمه خبره دا ده چې تر څو پورې امن نه وي راغلی، تر هغې پورې پرمختيايي کارونه مخې ته نشې تلای، نو ځکه حکومت دا پرېکړه کړي چې په قبايلي سيمو کې امنيتي وضع ښه کړي او پرمختيايي پروژې پرمخ يوسي.))

قبايلي سيمي په ۲۰۱۸م کال کې په خيبر پښتونخوا صوبې ورګډې کړل شوې او د روان ۲۰۱۹م کال د جولای پر ۲۰مه په لومړي ځل د صوبايي اسمبلۍ لپاره د قبايلي ضلعو انتخابات شوي ول. د قبايلي ضلعو نوي منتخب شوي صوبايي اسمبلۍ غړو د اګست پر ۲۷مه سوګند واخيست.