تجارانو د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانېستلو هرکلی وکړ

اوس مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کال یو ارب ډالره تجارت کېږي.

پراګ ـ د افغانستان او پاکستان سوداګرو د تورخم لار تر ۲۴ ساعته پورې د پرانېستلو د ګام هرکلی کړی دی.

د خېبرپښتونخوا حکومت د اګست پر ۳۱مه نېټه په يو بيان کې ويلي وو چې د تورخم دروازه به د سپټمبر له دويمې نېټې څخه د تجارت او تګ راګ لپاره شپه او ورځ پرانېستې وي.

د پاکستان حکومت د تورخم لار په ازمېښتي توګه تر ۲۴ ساعته پورې د پرانېستلو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې د چارواکو په وينا د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت د پخوا پرتله کم شوی دی.

د دروازې ۲۴ ساعته پرانېستلو له وجې به بار وړونکې لارۍ نه اړ کېږي چې شپې وکړي

په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډې اتحاديې مرستيال خان جان الکوزي د سېپټمبر په لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال د تورخم دروازې ۲۴ ساعته پرانېستې ساتلو په اړه د پاکستان د حکومت د پرېکړې هرکلی وکړ.

نوموړي وويل، په لومړي ګام کې به يې ګټه د افغان ټرانزېټ تجارو ته ورسېږي چې د ده په وينا په سلګونه زره ډالره هغو پاکستاني ګاډو ته هره ورځ ورکوي چې د تورخم هغې غاړې ياني د افغانستان طرف ته تشې ولاړې دي او پاکستان ته يې په تلو کې خنډونه دي.

د ده په خبره، دې ګاډو ته به زمينه برابره شي چې شپه په شپه پاکستان ته لاړې شي.

خان جان الکوزي زياته کړه، د تورخم دروازې شپه او ورځ خلاصېدو سره به د افغانستان مالونه پاکستان او د پاکستان مالونه افغانستان ته په وړلو راوړلو کې اساني پېدا شي چې له دې سره به دوه اړخيزه تجارت پراخ شي.

په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د اتحاديې يو بل مشر زاهدالله شینواری هم د تورخم دروازې تر ۲۴ ساعتونو پورې د خلاصولو د ګام هرکلی کوي.

نوموړي د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې دا ګام بايد ډېر پخوا اخېستل شوی وای.

د ده په وينا، دا يو ښه اقدام دی خو پکې مشکلات لاهم شته.

اوس به د تجارانو ترڅنګ عام خلک هم شپه او ورځ پر تورخم سفر کولی شي.

د نوموړي په خبره، ترڅو د افغانستان غاړې ته د ګمرک دفتر او عمله فعاله نشي تر هغو د دروازې د شپې مهال خلاصېدل به ګټه ونلري.

د ده په خبره، که په افغانستان کې د ګمرک عمله نه وي نو بيا به له پاکستان مال وړونکيو لاريو زر فارغولو کار له خنډ سره مخامخ شي.

زاهد شنواری امنيت هم يو مهم خنډ ګڼي.

د ده په خبره، د تورخم او جلال اباد ترمنځ لاره کې امنيتي ستونزې لاهم شته او بايد د شپې پر مهال د امنيت ښه کولو لپاره ګامونه واخېستل شي.

نوموړی د پاکستان غاړې ته د چارواکو له خوا د پاسپورټ او ويزو په کتلو کې ځنډ هم په دې لړ کې يو ممکنه خنډ بولي.

د ده په وينا، د پاکستان چارواکي بايد په اوږدو اوږدو قطارونو کې د ولاړو کسانو اسناد زغرده وګوري او هغوی ته د تلو اجازه ورکوي.

د پاکستان او افغانستان سوداګرو په وينا، څو کاله وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه تجارت شاوخوا درې اربه ډالر وو خو د سياسي مشکلاتو او د ناټو ځواکونو له افغانستانه تر وتلو وروسته دا کچه اوسمهال شاوخوا يو ارب ډالر ته راکمه شوې ده.