نظرپوښتنه: پر ادارو د افغانانو باور کم، خو پر ولسمشر یې زیات شوی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

نړیوالې څېړنیزې ادارې ګیلپ په تازه نظرپوښتنه کې ویلي دي چې د زیاتره افغانانو پر خپلو ادارو او انفراسټرکچر باور کم شوی دی.

دا نظرپوښتنه د سېپټېمبر پر څلورمه تر هغې دوه ورځې وروسته خپره شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مشال راډیو ته وویل، له طالبانو سره ((په اصولو کې)) موافقې ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د سېپټېمبر پر ۲۸مه ولسمشریز انتخابات وشي.

ګیلپ وايي، نوی منتخب ولسمشر به د هېواد پر ادارو د ولس باور پر ځای کولو ته اړ وي.

ټاکل شوې وه چې ولسمشریز انتخابات د اپرېل پر ۲۰مه وشي، خو کمېشن وځنډول.

د ګیلپ په خبره، په ۲۰۱۸ز کال کې د ولسي جرګې انتخاباتو ځنډېدو له کبله هم یوازې ۱۹ فیصده افغانانو د انتخاباتو پر روڼوالي باور لاره. دا شمېر د ۲۰۰۹ز کال پرتله خورا کم دی ځکه چې هغه مهال ۳۴ فیصده افغانان د انتخاباتي بهیر په اړه ډاډمن ول.

ګیلپ وايي، په تېره یوه لسیزه کې، د تخنیکي ستونزو له کبله په بیا بیا د انتخاباتو ځنډېدو له کبله پر بهیر د افغانانو باور او اعتماد هم د کمېدو په حال کې دی.

خو پر دې سربېره، افغانان هیله من دي، د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې په تېره یوه لسیزه کې پر ملي حکومت د وګړو باور ۳۶ فیصده ته لوړ شوی دی او پر اوسني ولسمشر اشرف غني زیات اعتماد لري.

په ۲۰۱۵ز کال کې ۳۰ سلنه افغانانو پر نوموړي باور لاره خو تېر کال یې ۵۴ فیصده خلکو ملاتړ وښود.

د ګیلپ له نظرپوښتنې سره سم، په هېواد کې د تاوتریخوالي پېښو زیاتېدو له کبله افغانان د هېواد د امنیتي ادارو او جوړښت په اړه شکونه لري.

د ساري په ډول، په ۲۰۱۳ز کال په پېنځو کې څلورو افغانانو پر پوځ پوره باور ښودلی وو خو په تېرو دوو کلونو کې دا کچ ۲۷ فیصده ښکته شو او اوسمهال ۴۹ سلنه افغانان پر امنیتي ادارو اعتماد لري.

په نظرپوښتنه کې د بنیادي حکومتي خدماتو په اړه د افغانانو د اطمینان کمېدو یادونه هم شوې ده او پکې راغلي دي چې اکثر افغانان د څښلو اوبو له کیفیت، تعلیمي نظام، روغتیايي خدماتو، ټرانسپورټ نظام، سړکونو او لویو لارو او په لویو ښارونو کې د هوا له کیفیته راضي نه دي.

خو اکثر افغانان ګڼي چې په هېواد کې په مختلفو ښارونو کې ښه کورونه پیدا کولای شي.

ګیلپ لیکي، افغانان هیله من دي چې د هېواد چاپېریال به سم شي، خو د اوبو او هوا کیفیت ناراحته کړي دي.

په همدې نظرپوښتنه کې په هېواد کې د درغلۍ یادونه هم شوې او یو لوی اکثریت وګړي ګڼي چې په حکومتي ادارو کې فساد خورا لوړ دی.

ګیلپ زیاتوي چې که له طالبانو سره د موافقې په صورت کې بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي نو د هغه هېواد ملي ادارې به د هېواد ثبات لپاره لا زیاتې مهمې وي، خو ایا هغه ادارې به د چیلېنجونو مقابله وکړای شي او که نه؟ هغه پوښتنه ده چې لا یې ځواب نشته.