اوږدې جګړې افغانان ناامېده کړي: ګېلپ سروې

هرات کې یو افغان په محرم کې د چای ورکولو په خدمت بوخت دی. ۲۰۱۹ز کال، ۱۰م سېپټېمبر

په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې روانه میاشت ولسمشریز انتخابات ترسره کېږي، ګیلپ په خپله یوه تازه سروې کې ویلي چې په افغانستان کې د ناقرارۍ، ترهه ګرۍ او خراب اقتصاد له کبله په لسو کې نهه افغانان له کړاونو سره مخامخ دي او ۸۵ فیصده د خپل راتلونکې په اړه ناهیلي دي او د کالونو اوږدې جګړې او تشدد د خلکو پر ژوند ډېر خراب اغېز پرېښودی دی.

ګیلپ په دوه زره اتلسم کال کې د خپلې سروې لپاره له افغانانو پوښتنې کړي دي چې پکې په درېوو کې دوې برخې هغه ول چې عمرونه يې ۳۵ کاله او یا له دغې کم ول.

د سروې تر مخه ۸۵ فیصده افغانان کړېږي او دا د نړۍ په کچه د خلکو د ناامېدۍ تر ټولو لویه شرحه ده.

له اکثریت افغانانو څخه چې کله د خپلې تېرې ورځې په اړه پوښتنه شوې ده نو هغوی منفي تاثرات څرګند کړي دي. په درېوو کې یوازې یو افغان ویلي ول چې تېره ورځ يې خندلي دي، دا د ابادۍ ۳۶ فیصده جوړیږي. ددې برعکس ۵۲ فیصده افغانانو ویلي چې هغوي تیره ورځ اندېښمن وو.

د ګیلپ د سروې تر مخهافغانانو ته د خپل اقتصادي ژوند ښه کولو لکه سړکونو، هسپتالونو او سکولونو د جوړولو لپاره ډېرې لږی موقعې په لاس ورغلي. د افغانستان په کلیوالو سیمو کې جنګ جګړو په زرګونو افغانان بېکوره کړي او د کابل غوندې ښاري سیمو ته په کډه شوي. دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې له وړاندې غربت او بېروزګاري عامه ده.

ګیلپ لیکليچې روانه میاشت په دغه هیواد کې ولسمشریز انتخابات ترسره کېږي خو د طالبانو له خوا په عادي وګړیو د مخ په زیاتیدونکي بریدونه او د بې باورۍ په فضا کې د افغانانو سره د هغوی د ژوند په ښه کولو د حکومت صلاحیت لپاره ښه نه برېښي.