د تلپاتې سولې لپاره د رسنیو ازادي اړینه ده: خبریالان

افغانستان کې په تېرو ۱۸ کلونو کې له ۱۰۰ زیات خبریالان وژل شوي

په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو خوندیتوب دوو سازمانونو ویلي چې د رسنیو ازادي په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده.

د بې پولې خبریالانو او په افغانستان کې د سازمانونو او رسنیو فېدراسیون مشرانو د سېپټېمبر پر ۱۸مه په کابل کې د خبري غونډې پر مهال په یوه ګډ بیان کې پر حکومت او وسله والو طالبانو د سولې د خبرو پیلولو ټینګار وکړ.

دوی پر مدنې ټولنې، سیاستوالانو او د سېپټېمبر ۲۸مې ولسمشریزو ټاکنو ته پر ولاړو نوماندانو غږ وکړ چې د خبریالانو او د رسنیو د ازادۍ د کیمپېن ملاتړ وکړي.

دې سازمانونو ویلي چې په افغانستان کې سوله او سوله ییز ژوند د ټولنې د ټولو برخو له ګډونه پرته شونې نه دي او دا چې د دې کار لپاره د رسنیو د ازادۍ او خپلواکۍ د ضمانت اړتیا ده.

د بې پولې خبریالانو او د افغانستان د سازمانونو او رسنیو فېدراسیون په خپل بیان کې د سولې د خبرو پر ګډونوالو غږ وکړ چې:

  • د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندیتوب باوري کړي او د دې موخې لپاره د افغانستان د اساسي قانون، قوانینو او د بشري، ملکي او سیاسي حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو معیارونو او قوانینو درناوی وکړي.
  • حکومت دې هغه ټول بنیادي قوانین، فرمانونه او ادارې پیاوړې کړي چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د رسنیو ازادۍ او د خبریالانو – په ځانګړي ډول د ښځینه وو خبریالانو – د خوندیتوب لپاره جوړ شوي.
  • په ګډ بیان کې درېیمه سپارښتنه دا شوې چې په افغانستان کې دې د هغو اقداماتو ساتنه وشي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د ملي یووالي حکومت او د خبریالانو او رسنیو د ساتنې د همغږۍ کمېټۍ اخیستي دي.
  • او وروستۍ دا چې د ښځینه وو خبریالانو د خپلواکه کار د حق درناوی دې وشي.

د بې پولې خبریالانو سازمان او د افغانستان د سازمانونو او رسنیو فېدراسیون پر طالبانو غږ کړی چې په زغرده دې د نړیوال بشري قانون او د جینیوا کنوېنشنونو په ګډون د نورو قوانینو او موافقو درناوی وکړي چې ورسره به د خبریالانو خوندیتوب باوري شي.

دې سازمانونو پر داسې مهال له حکومت، مدني ټولنې، سیاستوالانو او طالبانو څخه دا غوښتنې کړې دي چې په افغانستان کې خبریالان له ۲۰۰۱ز کال راهیسې له یو شمېر ګواښونو سره مخامخ دي.

له هغه وخت راهیسې په هغه هېواد کې د ۱۶ بهرنیانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي او په همدې موده کې له ۴۰ څخه زیاتې رسنیزې ادارې د بریدونو ښکار شوې دي.