خلیلزاد او الېس وېلز کانګرس ته د افغان سولې په اړه معلومات ورکړي

خلیلزاد تر تړلو دروازو شاته خو وېلز په عام محضر کې معلومات ورکړل

واشنګټن - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سېپټېمبر پر ۱۹مه د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته تر تړلیو دروازو شا ته معلومات ورکړي.

غونډې ته د نوموړي د حاضرېدو په اړه هېڅ تفصیل نه دی ورکړل شوی خو د جنوبي او مرکزي اسیا چارو لپاره د وزارت مرستیالې الېس وېلز خبرې د کانګرس پر ووبپاڼه په ویډیويي ژوندۍ خپرې شوې.

وېلز هم د کمېټۍ د غړو د پوښتنو په ځواب کې جزییات ورنکړل خو ویې ویل چې په تېر یو کال کې د افغانستان سولې په اړه د پام وړ پرمختګ شوی دی.

زلمي خلیلزاد د ۲۰۱۸ز کال په سېپټېمبر کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکنې وروسته په اکتوبر کې په لومړي ځل په قطر کې د طالبانو له استازو سره ولیدل.

له هغه وخت راهیسې نوموړي په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو او مرکچیانو سره په پړاوونو کې خبرې وکړې او د ۲۰۱۹ز کال په اګست کې یې وویل چې ورسره "په اصولو کې" موافقې ته رسېدلی دی.

د استازو د جرګې د بهرنیو چارو کمېټۍ ډېموکراټ مشر اېلییټ اېنګلز په خپلو خبرو کې وویل، ټول سوله غواړي خو کانګرس باید د سولې موافقې په اړه معلومات ولري.

دا غونډه تر هغې وروسته شوې چې د سېپټېمبر پر اوومه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کابل کې تر یوه برید وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

د سېپټېمبر پر پېنځمه د طالبانو په حمله کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي ول.

الېس وېلز د استازو جرګې کمېټۍ ته په خبرو کې دا و نه ویل چې ایا له طالبانو سره به خبرې بیا پیل شي او که څنګه؟