د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم مشران او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ د شاوخوا څلور میاشتني بند تېرولو وروسته تېره شپه (د سېپټېمبر پر۲۰ مه) د هريپور له زندانه په ضمانت خوشي شول.
د دوی د خوشي کېدو پر وخت د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان د زندان مخې ته ټول شوي وو.
له زندانه تر وتلو وروسته محسن داوړ د پي ټي اېم غړيو ته وویل، که پښتانه په هره چاره کې همداسې اتفاق وکړي لکه د دوی د خلاصون لپاره یې چې وکړ، نو د دې قام ټولې ستونزې به یو په بل پسې هوارې شي.
علي وزیر بيا په خپلو خبرو کې وویل، د پښتنو د حقونو لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي. نوموړي زياته کړه:
"له پښتون قام سره چې موږ کومې ژمنې کړې نو هغه به په هر حالت کې پوره کوو. که په دې مبارزه کې د سر قرباني هم رانه وغوښتل شي نو ترې ډډه به ونکړو."
دا هم وګورئ: خړ کمر پېښه: د محسن داوړ او علي وزیر ضمانت وشودا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۸ مه د پېښور هايي کورټ بنو څانګې جج ناصر محمود په مشرۍ يوې جرګه ګۍ په خړ کمر پېښه کې د علي وزیر او محسن داوړ ضمانتونه منظور کړل.
خو د دوی وکيل طارق افغان نن (د سېټېمبر پر ۲۱مه) مشال راډيو ته وويل چې د جج لخوا له ضمانت سره تړل شوي شرطونه مناسب نه دي:
"د علي او محسن لپاره دا لازمه ګرځول شوې چې هره اوونۍ به د سيمې د ضلعي پوليس افسر دفتر ته حاضرېږي او هره مياشت به د ضمانت نوي درخواستونه ورکوي."
دا هم وګورئ: خوست: وزیرستاني کډوال وايي، د پي ټي ایم بندي غړي دې خوشي شيطارق افغان زياته کړه چې دوی په دې لړ کې له سپريم کورټ سره پر رجوع کولو هم غور کوي.
محسن داوړ او علي وزیر د خړ کمر له پېښې وروسته نيول شوي وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د روان کال د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي ووژل شول او تر ۴۰ زيات ژوبل شول خو امنیتي ادارې دا ردوي او بیا تور پورې کوي چې د محسن او علي په مشرۍ مظاهرچیانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د پوځ پنځه تنه ژوبل شوي ول خو د دې ادعا لپاره يې کوټلي ثبوتونه نه دې راوړي.
هلته د جنوبي او شمالي وزیرستان خلکو د علي وزیر او محسن داوړ د خوشې کېدو هرکلی کړی او د خوشالۍ جشنونه یې جوړ کړي دي. دوی وايي، د دواړو مشرانو د هرکلي لپاره یې تیارۍ نېولي دي. د سیمې خلک وايي، د عدالتي پرېکړې څخه خوښ دي.