پېښور ـ په کورمه کې ځايي اوسېدونکو نن (د اکتوبر پر شپږمه) د ژوند بنیادي ضروریاتو، د ړنګو کورونو سروې او تاوان او د امنیتي پوستو ختمولو لپاره احتجاج کړېدی.
په احتجاج کونکیو کې د مسوزو، علي شېرزو او پاړه چمکني اوسېدونکي شامل وو. دوی د بې نظیر انکم سپورټ، موبایل سرویس او په هډو کې د مېرمنو لپاره د انتظار خونو د جوړولو غوښتنې هم کولې.
دا هم وګورئ: د جنوبي وزیرستان انتظامیې ګڼ معذوران ایسار کړيدوی د صدې په عوامي مارکېټ کې تر درو ګنټو ناست ول، هغلته یې د حکومت خلاف نعرې ووهلې او تقریرونه یې وکړل.
د احتجاج کونکو یو مشر پټان عبدالخالق مشال راډیو ته وویل:
"موږ مجبوره شو چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره مظاهره وکړو، ځکه چې موږ په وار وار حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي خو هغوی ورته هېڅ پاملرنه نه کوي."
دا هم وګورئ: د قبايلي ضلعو استادانو د تعليمي اسانتياوو لپاره مظاهره کړېد مسوزو یو مشر محمد جلیل مشال راډیو ته وویل، تر دې وړاندې یې ورته مظاهرې کړي او په پېښور کې ورسره چارواکو ژمنه کړې وه چې د ړنګو کورونو سروې به زر تر سره شي خو د دوو کلونو له تېرېدو باوجود هم تر اوسه دا خبره عملي شوې نه ده.
وروسته احتجاج کونکي له صدې پاړه چینار ته روان وو او د انتظامیې دفتر مخې ته یې د پرلت غځولو هوډ کړی وو خو له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړي محمد ریاض او د منځنۍ کورمې مرستیال کمېشنر فضل ودود ساپي له احتجاج کوونکو سره مذاکرات وکړل چې پکې د هغوی سره د غوښتنو د پوره کولو ژمنه وشوه او هغوی خپل احتجاج ختم کړ.