د جودرې ناورین پر ټول کلي سیلۍ تېره کړه

"بس د الله امر دی. شهیدان مو ورکړل، دغسې بېوسي ده راباندې، مریضان راته په کټ کې پراته دي، د اوبو راباندې مشکل دی، دغسې غریبي ده راباندې. نور مو خدای ګوري نو!!"

د هسکې مېنې د جودرې کلي د یوې ښځې دا خبرې ښايي د کلي د حالاتو تر ټولو جامع لنډیز وي.

نوم یې راته و نه ښود.

ورڅخه مې وپوښتل: ستاسې زامن پکې مړه شول؟

"بس پکې مړه دي نو..." او په ژړا شوه.

د اکتوبر د ۱۸مې په حمله کې د کلي له ملا تر سپینږیري او د واده له زلمي واخله تر ماشومانو پورې، د جمعې پر لمانځه ولاړ لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

رکوع ته ښکته کېدو بس یو دم یو ترنګ شو.
معاذ الله

د جودرې کلي اوسېدونکي نه پوهېږي چې برید څنګه شوی خو پړه یې پر اسلامي دولت یا داعش ډلې اچوي.

د دوی په وینا، وسله وال له کلي پورته په اوغز سیمه کې فعال دي.

د حملې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د هسکې مېنې ولسوالۍ جودره له جلال اباده شاوخوا ۵۰ کیلومیټره لیرې د غره په لمن کې پروت کلی دی.

موږ چې د اکتوبر پر ۲۳مه په ټېلېفانه د هسکې مېنې له یو شمېر قومي مشرانو او د جودرې له اوسېدونکو سره خبرې کولې نو رامعلومه شوه چې هغوی تر اوسه د خپلو مړو او ژوبلو په چارو بوخت دي.

یو شمېر ژوبل لا هم په بېلا بېلو روغتونونو کې پراته دي او د اکتوبر پر ۲۲مه چې په کلي کې لویه فاتحه وه نو له جلال اباده د هغه کس مړی وروړل شو چې له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر وو.

پېښه څنګه وشوه؟

د ګزارې سیمې ملک محمد امین وايي، یو سړي کلي ته ورغلی وو او له خلکو یې د جومات پوښتنه کوله، ښايي هم هغه برید کړی وي.

دی د کلي یوې ښځې په وینا وايي، د پېښې پر ورځ "یو سړی وو، پنډوکی یې شاته پروت وو او له ماشومانو یې د دې جومات پوښتنه کوله."

امین د هغې ښځې، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، له خولې وايي، "یو وړوکی ماشوم له سړي سره جومات ته ورغی او ورداخل شو. بس یو رکعت شوی وو، په دویم کې یې چاودنه وکړه."

د ملک محمد امین په خبره، ځينې نور خلک وايي چې پر جومات توغندی ورول شوی خو تر اوسه پورې "د دې پېښې معلومات له هېچا سره نشته چې دا څه خبره وه" او څه وشول؟

د شاوخوا سیمې اوسېدونکي د قبرونو وهلو ته ورغلي ول

۴۴ کلن معاذ الله په حمله کې ژوبل شو او زوی یې، زاهد الله، مړ شو.

دی له څو ورځو راهیسې په روغتون کې وو چې د اکتوبر پر ۲۳مه یې کلي ته وروست.

ده راته وویل چې له "پښې یې غوښه تللې" خو هډوکی یې روغ دی.

په جودره کې د موبایل ټېلېفون شبکه کار نه کوي.

موږ له یو شمېر نورو کورنیو سره د رابطې هڅې وکړې خو بریالي نشو.

د معاذ الله کور په لوړه پروت دی.

څه غوښې ما په بوجۍ کې واچولې، درې نامعلومه قبرونه مو له هغو غوښو جوړ کړل.
ملک معتبر

د ده له زوی واحد الله سره مې چې خبرې کولې نو ورته مې وویل، غواړم له پلار سره یې هم وغږېږم.

هغه راته وویل چې پلار یې په کوټه کې په کټ پروت دی او بهر نشي وتلای او که موبایل ټېلېفون دننه وروړي نو اړیکی به پرې شي.

وروسته یې معاذ الله بهر راووست او تر هغې مو چې ورسره خبرې کولې، په غېږ کې یې نیولی وو.

معاذ الله وايي، رکوع ته د ښکته کېدو پر مهال یې د چا د منډې اواز واورېد او بیا چاودنه وشوه: "د دوو کسانو د څپلیو ټپهار راغی" په دغه وخت کې "رکوع ته ښکته کېدو بس یو دم یو ترنګ شو."

معاذ الله وايي، هېڅوک پوه نشول چې څه پېښ شوي، "دننه په جومات کې یو قیامت جوړ شو. اول زه خپله، ما ویل چې ګوندې له کمره پرېوتم."

معاذ الله وايي، "ما ویل چې ګوندې له کمره پرېوتم"

د ده په خبره، سترګې یې تورې شوې، هر څه تیاره شول، شاوخوا نیم یا یو ساعت وروسته چې "راووتم، لر بر مې وکتل چې جومات په څټ پروت دی."

معاذ الله زیاتوي، چې څوک ژوندي دي ښايي "رزق یې په دنیا" پاتې وو ځکه چې برید دومره لوی وو چې د چا د ژغورنې امکان پکې نه وو.

نعمت الله د معاذ الله مشر ورور دی او وايي، په برید کې یې د کورنۍ څلور کسان وژل شوي.

د جومات امام او زوی یې هم ووژل شول

کریم الله په بټي کوټ ولسوالۍ کې اوسي او تره یې مولوي نواز خان نومېده چې د جودرې د جومات امام وو:

"مولوي صاحب زما خپل تره وو. د هغه زوی هجرت نومېده" چې په برید کې ووژل شو.

د کریم الله د کورنۍ پېنځه غړي په حمله کې وژل شوي او وايي چې نور هم پردي نه ول بلکې ټول "مې خپل د تره زامن، خوریی، ماما" او داسې نور خلک ول.

تر حملې وروسته

ملک محمد امین وايي، لومړی د احمدخېلو له جوماته او د کوټه والو د سیمې خلک جودرې ته وررسېدلي ول او مړي او ژوبل یې ایستلي ول.

د هسکې مېنې ملک معتبر وايي، دی چې سیمې ته ورسېد نو چغې یې اورېدې:

"له غړز سره سم اول زنانه وو منډې ورکړې وې. د ماشومانو او ښځو چغې وې. هلته له موږ سره د امریکایانو یو بېس (اډه) پروت دی، د سپېشل فورس (ځانګړي ځواک)" سرتېري راغلي ول.

له غړز سره سم اول زنانه وو منډې ورکړې وې. د ماشومانو او ښځو چغې وې.
ملک معتبر

معتبر وايي، جومات ټول ړنګ شوی وو. تیران او "لاړي یې په پټیو کې پراته ول."

د سیمې خلکو د جومات له ړنګې ودانۍ څخه مړي او ژوندي راایستل.

د ده په وینا، د پېښې په سبا "څه غوښې ما په بوجۍ کې واچولې، درې نامعلوم قبرونه مو له هغو غوښو جوړ کړل."

د سیمې اوسېدونکي وايي، د امریکايي او افغان ځواکونو اډه تر ولسوالۍ لاندې له راوګي سره ده.

د واده د زلمي پر قبر ګلان غوړېدلي

موږ چې د هسکې مېنې له څومره خلکو سره خبرې کولې نو ټولو راته هغه ۱۵ یا ۱۶ کلن ځوان په بیا بیا یاداوه چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې یې واده کړی وو او ناوې یې د واده ګلان پر قبر غوړولي دي.

د هغه قبر انځور پر ټولنیزو رسنیو خورا مشهور شوی دی.

د سیمې لسګونه کسان په برید کې ووژل او ژوبل شول

۴۷ کلن نعمت الله وايي، د واده زلمی د بنارس خان زوی وو: "د دې وړکي، ماشوم نیکه شېر اعظم نومېږي."

د ده په خبره، بنارس خپل زوی ته واده کړی وو، "پر فېسبوک به دې لیدلي وي، هغه کوټه او هغه صحنه هم ښکاري."

نعمت الله وايي، په حمله کې د بنارس خان "درې زامن شهیدان" شول.

پر پوښتنو سربېره مو د واده د زلمي نوم معلوم نه کړای شو.

تر برید مخکې وسله والو د کلي اوبه تړلې وې

د جودروالو د کړاو کیسه د اکتوبر پر ۱۸مه له بریده نه، بلکې تر دې څو میاشتې مخکې پیلېږي.

د سیمې ملکان او اوسېدونکي وايي، پر دوی د حملې لامل دا وو چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یې د داعش ډلې پر ضد د حکومت د ملاتړ اعلان کړی وو.

ملک محمد امین وايي، په سیمه کې د "تړلې پوستې سقوط وکړ او د جودرې خلک راپاڅېدل له حکومت سره یې ملاتړ" اعلان کړ.

د دې په غبرګون د داعش وسله والو، چې له کلي پاس له غره سره په اوغز کې پراته دي، په جودروالو اوبه وتړلې.

ځمکې شاړې دي، ونې یې زیاتې وچې شوې دي.
ملک محمد امین

په کلي کې د شینوارو دوه قومونه – حمزه خېل او الیاس خېل – پراته دي.

ملک محمد امین چې سیمې ته ورغی نو ویې لیدل چې "ځمکې شاړې دي، ونې یې زیاتې وچې شوې دي" او ځینې ونې چې یې پاتې دي هغه هم د بارانه په اوبو شنې دي.

د نعمت الله په خبره، له شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې یې ځمکې شاړې پرتې دي: "غنمو ته چې د پسرلې اوبه ورکول کېږي" داعش ډلې هغه وخت "پر موږ بم ګوزار کړ،" ویاله یې وتړله، "له هغې څخه یې اوس راونیسه، دا تر اوسه پورې څو میاشتې له حوته (د کب میاشت) وتلي؟ تقریباً ۱،۰۰۰ یا ۱،۲۰۰ جریبه ځمکه شاړه پرته ده."

نعمت الله وویل، د کلي ښځې "تقریباً پېنځه کیلومیټره" لیرې ځي او د "څښلو اوبه راوړي."

جودروالو د کور ضرورتونه څنګه پوره کول؟

په یو داسې ځای کې چې د کورنیو اقتصاد ټول پر کرنه او څارویو ولاړ وي، هلته د ځمکې شاړېدل د خلکو پر ژوند لوی اغېز لري.

نو په داسې حالاتو کې خلکو د کور اړتیاوې څنګه پوره کولې؟

افغان ولسمشر له جودروالو سره د وسله والو ضد د اقدام ژمنه وکړه

نعمت الله وايي، د چا چې وس رسېده، جودره یې پرېښې او نورو سیمو ته تللي، په کرايي کورونو کې اوسي.

د ده په خبره، بېوزله خلک په سختو حالاتو کې په کلي کې پراته ول او "بچي خواران به یې مزدورۍ ته تلل."

ملک محمد امین وايي، د جودرې ځینې ځوانان د محلي پولیسو برخه ول او حکومت ورته تنخا ورکوله.

د حکومت غبرګون

پر جومات تر حملې دوه ورځې وروسته ولسمشر محمد اشرف غني سیمې ته ورغی، هلته یې د وژلیو او ژوبلو له کورنیو سره د مرستو تر څنګ د کلینیکونو، ښوونځيو نظام د رغونې او د کرنې او څښاک اوبو لپاره د کوهیانو ایستلو اعلانونه وکړل.

اشرف غني ژمنه وکړه چې د شینوارو له سیمې څخه "د داعش ټغر ټولوي."

دا ډله له ۲۰۱۵ز راهیسې په سیمه کې فعاله ده چې پر ضد یې افغان ځواکونو پراخ عملیات کړي.