پراګ - په پاکستان کې د بشري او جمهوري حقونو لپاره مبارزه کوونکو او د پارلمان پخوانیو غړو سپریم کورټ ته درخواست ورکړی دی چې په خیبر پښتونخوا کې دې د – ایکشن ان اېډ سېول پاور ارډیننس – په نامه قانون عملي کېدو مخه ونیسي.
دوی وايي ، دا قانون امنیتي ادارو ته دا لاره هواروي چې په صوبه کې د بشري او سیاسي حقونو لپاره مبارزه کوونکي وځپي.
په درخواست ورکوونکو کې پخوانی سنېټر فرحت الله بابر ، پخوانی سنېټر افراسیاب خټک ، د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر او د بشري حقونو فعاله روبینا سېګل شامل دي.
فرحت الله بابر د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې دا قانون د پاکستاني آیین خلاف دی.
ده وویل ، “خلک په هیڅ صورت دا نشي منلای. دا د آیین خلاف دی. دا د سیاسي فکر خلاف دی. دا د ټولو سیاسي ګوندونو د منشور خلاف دی. دا د قبایلي علاقو د ولس پر حق برید دی ، دا د ټولې خیبر پښتونخوا د ولس پر حق برید دی.”
فرحت الله بابر وویل ، “موږ هیله من یو چې کله په سپریم کورټ کې د حکومت درخواست اورېدل کېږي نو زموږ درخواست به هم واوري”.
د پاکستان سپریم کورټ ټاکلې ده چې د نومبر پر ۱۵مه به په دې اړه د یاد عدالت پر ججانو مشتمله یو لویه جرګه د دې مسلې اورېدنه کوي.
د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت په ګډه د پېښور های کورټ د دې پرېکړې پرضد سپریم کورټ ته تللي وو.
د خیبر پښتونخوا له اډوکېټ جنرل او حکومتي وکیل شمایل احمد بټ څخه مو وپوښتل چې دوي پر کوم اساس د پېښور های کورټ د پرېکړې ضد سپریم کورټ ته تللي دي نو هغه وویل چې په دې اړه د څه ویلو اجازه نه لري.
خو په سپریم کورټ کې په جمع کړل شوي درخواست کې د حکومت له اړخه موقف خپل کړل شوی چې د پېښور های کورټ پرېکړه کې زیاتره پر بې باوره انټرنیټي رپورټونو تکیه شوې ده.
خو فرحت الله بابر وايي ، امنیي ادارو چې کومې حراستخانې جوړې کړې دي هغه په مکمله توګه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
د زیاته کړه چې دا حراستخانې د عامو جېلونو په څېر نه دي او نه په هغوی کې د جېلونو قوانین عملي کېږي بلکې هلته بندي له چا سره ملاقات نشي کولای.
ده وویل ، “هغه بلکل داسې دي لکه په کیوبا کې د امریکا ګونتنامو بې او په عراق کې ابوغرېب زندان ، پوځي افسر ته دا اجازت ورکړل شوی چې څوک نیسي او تر څومرې مودې یې نیسي او چې کوم ملزم وي هغه نه عدالت ته تلای شي نه وکیل کولای شي”.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن سیکرټري جنرل حارث خلیق مشال راډیو ته وویل چې داسې قوانین جوړول او عملي کول وفاق کمزوری کوي.
حارث خلیقوویل ، “د پاکستان چې کوم آیین دی په هغه کې د خلکو ځینې بنیادي حقونه ښودل شوي دي ، هغه د ولس او ریاست ترمنځ عمراني تړون دی. نو ځکه د بشري حقونو کمېشن دا فکر کوي چې داسې قوانین مناسب نه دی او باید منظور نه شي.”
نوموړي وویل چې د سیاسي مزاهمت او اختلاف رایې د مخنیوي لپاره طریقه دا نده چې قوانین دې سخت کړل شي او د خلکو غږ دې خاموش کړل شي.
د حارث خلیق په وینا ، خلک له جایزو ، سیاسي او جمهوري حقونو بې برخې کول وفاق کمزوری کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو نور مبارزین تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي ادارو وار له مخه په زرګونه کسان په ناقانونه توګه ورک کړي او په خپلو حراستخانو یې ساتلي دي. خو حکومت او امنیتي ادارې داسې تورونه په سخته ردوي.