په دوشنبه د سوات تحصیل مټې تاڼې پولیس مشر وايي، د یوې ښځې د وژلو په تور یې د هغې ورور او یوه لېور نیولی دی.
ډی اېس پي شوکت علي خبريالانو په خبري ناسته کې وویل، چې د مټې د یوې لیرې پرتې سيمې چپريال تاڼې په الايي بانډه کې یوه واده کړې ښځه د هغې وروراو لېور په دې تور وژلې چې پر خپل موبایل یې له یوچا سره خبرې کولې.
د ډي اېس پي په وینا ملزمانو صدام او خالد خان چې دا یو ورور او ورستی هغه یې لېور دی، لومړی په رپورټ کې ورته ويلي ول چې د دوی د کور یوه ښځه ناڅرګندو کسانو وژلې ده. د نوموړي په خبره پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې، او رپوټ ورکونکې دواړه کسان یې ونیول او هغوی وروسته پولیسو ته ومنله چې مرګ دوی هم کړی دی.
په سوات کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې اداره (اوېکنیګ/پوهاوی) يو مشر شمشېرعلي وايي، سږ کال تر دې دمه په سوات کې د دوی د ریکارډ شویو شمېرو له مخې پينځلس ښځې د ناموس په نوم وژل شوې دي او اته ښځو د مجبوري له وجي ځان وژلی دی. دوی تور لګوي چي په زياتره وژنو کې پوليس د غيرت په نوم وژنې ماده نه لګوي ځکه خو ملزمان بچ کېږي.
شمشير علي وايي چې دا پېښې په ریښتیا هم د اندېښنې وړ دي. هغه په دې چې دغه وژنې ورځ تر بلې د کمېدو پرځای په زیاتېدو دي. پوليس د غيرت په نوم د وژنې دفعه نه لګوي او که ولګېږي نو بیا په ډېرو کسانو کې خلګ ولګېږي او وايي چې دا یې کورنۍ لانجه یا شخړه ده او په هغه کې بیا دوی وايي چې قاتل یې وبښلو یا یو بل چل وشي.
د شمشېرعلي په خبره کې د غیرت په نامه دفع ولګېږي بیا نو نه پکې د ملزمانو ضمانت کېږي او نه راضه نامه کېدلی شي. بلکې ملزم ته هرومرو سزا ملاوېږي.
بل خوا د سوات پوليس مشر ډي پي او اشفاق انور وايي، دوی یوازې په هغه مقدمه کې د غيرت په نوم دفعه لګوي چې پکې دوی څرګند ثبوتونه ترلاسه شي.
د سوات پوليسو که څه هم د سږني کال د ناموسي وژنو تفصيل ور نه کړ خو د ۲۰۱۸ز کال د ريکارډ ترمخه په ټول سوات کې اوه ښځي د غيرت په نوم وژل شوې وي، چي پکې په يوه مقدمه کې راضي نامه شوي او شپږ مقدمي په عدالت کې رواني دي خو غير سرکاري اداره اوکنیګ دغه شمېره تر څلرويشتو څخه زياته ښيي.