خوست انځوریزامېل: سړکونه او لښتي جوړېږي
د چارشنبې په ورځ د خوست ښاروالۍ لخوا د ښار د یو شمېر سړکونو او لښتیو د اساسي جوړولو پر څلورو پروژو کارونه پیل شول.
د خوست والي محمدحلیم فدايي د پرمختیايي کارونو د پرانیستو مهال وویل، له ښاروالۍ به وغواړي چې پر خپلو پروژو دې تر ډېره د شپې مهال کار وکړي.
د خوست په ښار کې پر ځینو رغنیزو پروژو داسې مهال کارونه پیلېږي، چې د دې ښار ډېری سړکونه، لښتي او جادې خرابې دي او اساسي رغولو ته اړتیا لري.
دا مهال د چارواکو په وینا د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې د نږدې ۹۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په یو شمېر پروژو کار روان دی، چې ځينې يې بشپړیدو ته نږدې شوې دي.
نن د چارشنبې په ورځ غرمه مهال د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو ټرافیک افسر وژل شوی او دوه ټرافیک افسران او یو ولسي وګړی ټپیان شوي دي.
د خوست د امنیه قومدانۍ ویاند حیدر عادل مشال راډیو ته وویل، چې وژل شوی ټرافیک غني شاه نومیږي، چې د ګاډو د لیسنس مدیر وو.
د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، ماین د ښار په ګلدان کې ځای پر ځای شوی وو.
نن د چارشنبې ورځې ماسپښین خوست کې د ملي امنیت منسوبینو د مخابراتي شبکو د مشتریانو له سیم کارتونو څخه د پيسو د غلا کولو یوه پټه نصب شوې دستګاه چې د یادې ادارې په وینا خلکو ته يې مالي زیانونه اړول ونیوله.
د خوست چارواکي وایي، په ښار کې د دې پټې دستګاه د نصب او فعالیت په تور پنځه کسان هم نیول شوي، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې او تحقیقات پیل شوي دي.
د خوست د ملي امنیت رسنیز دفتر مشال راډیو ته وویل، د نیول شوې دستګاه تر خوا ۷ سیم بکسې، یو ډي لینک، درې وای فای الې، څلور پايې لب ټاپ کمپیوټرونه او د بیلابیلو مخابراتي شبکو خواوشا ۹ زره غیر ثبت شوي سیم کارتونه او د دې دستګاوو نور اړوند ټول وسایل او لوازم نیول شوي دي.