پېښور های کورټ د ښځو د حقونو فعالې ګلالۍ پلار پروفیسر اسماعيل په ضمانت د خوشي کولو حکم کړی دی.
پروفیسر اسماعيل د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه د پېښور های کورټ بهر پوليسو نيولی وو او پر نوموړي يې د انټرنيټي جرمونو قانون له مخې پر ټولنيزو رسنيو د پاکستاني رياست او ادارو پرضد د کرکې خورولو مقدمه جوړه کړې وه.
خو دی، کورنۍ او وکيلان يې دا تورونه ردوي.
د نوموړي وکيل شهاب الدين خټک د نومبر پر ۲۵ مه مشال راډیو ته وويل چې د پېښور لانديني عدالت پروفېسر اسماعيل د ضمانت درخواست رد کړی وو چې بيا دوی پېښور های کورت ته رجوع وکړه.
دده په وينا، د نومبر پر ۲۲ مه نېټه پېښور های کورټ د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې دوی پر پروفېسر اسماعيل لګيدلي تورونه رد کړل او د هغه په ضمانت د خوشېکولو غوښتنه يې وکړه.
د شهاب خټک په خبره، عدالت وويل چې دوی غواړې پخپله له پروفيسر سره خبرې وکړي.
د ده په وينا، د نومبر پر ۲۵ مه نېټه پروفېسر اسماعيل جج ته مخامخ شو او جسټس قیصر پر دې مهال وويل چې بايد پر ټولنيزو رسنيو د څرګندونو پر وخت له احتیاطه کار واخیستل شي.
د شهاب خټک په خبره، له دې وروسته عدالت د پروفېسر اسماعيل ضمانت منظور کړ او ښايی هغه نن ( نومبر ۲۵مه) يا سبا (نومبر۲۶مه) خوشی شي.
پروفېسر اسماعيل د ښځونو حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل پلار دی چې پر هغې پخپله هم د پاکستان پوليسو د مې په مياشت کې مقدمه درج کړې وه خو هغه پټه شوه او بيا د سپټمبر پر ۱۹ مه نېټه په امريکا کې راڅرګنده شوه.
ګلالۍ د نړۍ پر مطبوعاتو د پاکستاني حکومت له لورې له هغې سره پر شوي چلند نيوکې کړې وې.
د پلار تر نيولو وروسته ګلالۍ تور پورې کړ چې پروفېسر اسماعيل د پاکستان پوليسو ځکه نيولی چې ددې په وينا هغوي ددې د غلې کولو هڅه کوي.
د بخښني نړيوال سازمان هم د پروفېسر اسماعيل نيونه غندلې وه او د هغه پر ضد يې لګول شوي تورونه ژر تر ژره د ختمولو غږښتنه کړې وه.
۶۴ کلن پروفېسر اسماعيل د خيبر پښتونخوا صوابۍ اوسېدونکی دی او د اردو ادبياتو پخوانی استاد دی.