په جنوبي او شمالي وزیرستان کې تر اوږدو پوځي عملیاتو پس د هدفي وژنو، ماین چاودنو او ورسره ورسره د ناڅرګندونو کسانو له خوا د خلکو د بیدرکه کیدو لړۍ پیل شوی ده. چې پر ضد يي وخت په وخت ځاي ولس مظاهرې او احتجاجي ناستې کوي.
دا مهال هم په میرانشاه کې د بدامنۍ د مخنیوي لپاره احتجاجي پرلت دوام لري.
دا هم وګورئ: د رضا الله د مړینې خلاف میرامشا کې پرلت دوام لريپه وزیرستان کې دا ولسي چیغه له هغه ورسته پورته شوې چې د نومبر په ۲۸مه نېټه په همځوڼي سیمه کې د ماین له چاودنې وروسته پاکستانیو پوځیانو د سیمې ځینې ځوانان ونیول. له هغه پس په نیول شویو کې یو ځوان رضاالله د احتجاجیانو په وینا د امنیتي ځواکونو په حراست کې له تشدده مړ شوی دی.
په وزیرستانونو کې روانو دغو پېښو ولس اندېښمن کړی دی. خو د تېرو وختونو په پرتله اوس د سیمې خلک په دې پېښو خاموشه نه پاته کېږي او پرضد يې اواز اوچتوي.
د ولسي مزاحمت تر شا څه دي؟
له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړې محسن داوړ وايي، په دې احتجاجونو کې د ولسي وګړیو په ګډون زده کوونکي او ملازمت پېشه خلک هم برخه اخلي. نوموړي د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې له خلکو سره له روان امنیتي او انتظامي بحرانه د وتلو بله لار نه ده پاته شوې.
د وزیرستانیانو ږغ ا رسنۍ؟
خو دا اوازونه اکثر له وزیرستانه بهر نه اورېدل کیږي. دا وخت په میران شاه کې د روان احتجاجي پرلت ګډونوال وايي د پاکستان قامي میډیا يي د غوښتنو په اړه هیڅ راپور نه ورکوی او ځاي خبریالان هم له بیلا بیلو خواوو د دړکو او بریدونو سره مخامخ دي.
په پاکستان کې د بیان ازادۍ دفاع کوونکې یوې ادارې انټرمیډیا مشر عدنان رحمت وايي دا یوه ریاستي پالیسي ده او د دې مرام دا دی چې یو خو بهر نړۍ په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې له روانو حالاتو خبر نه شي او بل په ځايي کچه هم مالوماتو ته د رسېدو مخه ونیول شي.
د قامي میډیا مخه خو د بندیزونو په وسیله ونیول شي، چې د قبایلي سیمو په اړه کوم راپور ورنکړي. خو په مقامي کچه خو خلکو ته حق شته چې په خپل مینځ کې خبرې وکړي او مالومات شریک کړي. خو تر اوسه پوری حکومت د پیمرا قوانین نه دي بدل کړي. معنا دا چې په سیاسي توګه خو يې دا سیمې د پاکستان برخې وګرځولې خو په قانوني توګه د میډیا په حواله او اطلاعاتو ته د رسېدګۍ په حواله چې کوم قوانین دي، پر هغو عمل نه کېږي.
حکومت وخت په وخت د قبایلي ضلعو د پرمختیا او دغلته د امنیت پرځایکولو ادعاوې کوي خو ځايي خلک وايي ټول واک د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی نو دوی ځکه غوښتنې هم له هغوی څخه کوي. اوس پوښتنه دا ده چې خلک په هر احتجاج کې پوځ ته ولې ګوته نیسي؟ په دغه اړه د پوځ یو پخوانی بریګېډیېر سید نذیر وايي چې ولسي انتظامیه ډېره کمزورې ده نو ځکه خلک له امنیتي ځواکونو د خپلو ستونځو د هواري تمه لري.
د یادونې وړ ده چې په وزیرستانونو کې د پوځي عملیاتو او ترهه ګرو بریدونو له کبله ځاي خلکو ته لوی ځاني او مالي تاوانونه رسیدلي دي ، او اوس هم په سلګونو کورنۍ د پاکستان او افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د کډوالۍ په ژوند تیرولو مجبوره دي.