پراګ ـ د خیبرپښتونخوا د پولیو مخنیوې ادارې چارواکي وايي، په لکې مروت کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د پولیو ناروغۍ دوه نوي کیسونه رپورټ شوي دي چې ورسره په دې صوبه کې د پولیو ناروغانو شمېر ۸۳ ته رسیدلی دی.
د واکسینو د پروګرام یو چارواکي ډاکټر سلیم د ډېسېمبر پر ۲۸مه مشال رېډېو ته وویل، د پولیو ناروغۍ خلاف به په صوبه کې راتلونکی مهم په فبرورۍ میاشت کې کوي او د هغوی هیله ده چې د پولیو له یو څو نورو کمپاینونو وروسته به د پولیو پر وایرس قابو وموندل شي.
" په ټول پاکستان کې د پولیو ۱۱۷ او په خیبرپښتونخوا کې ۸۳ کیسونه مخې ته راغلي دي دي. په فبرورۍ کې راتلونکی مهم کېږي او په ۱۶ ډېسېمبر چې د پولیو کوم مهم وشو نو ډېر کامیابه وو. هیله ده چې ورپسې دوه درې مهمونه وشي نو دا وایرس به ختم شي او زموږ ستراتیژي هم دا ده چې هر ماشوم ته ورسېږو."
که څه هم د خیبرپښتونخوا د روغتیا چارواکي سږکال په پاکستان کې د پولیو ۱۱۷ کیسونو رپورټ کېدو خبره کوي خو ځينې رسنۍ بیا دا شمیره ۱۱۹ یادوي.
په پاکستان کې د پولیو واکسینو په اړه له وړاندې نه ګنګوسې موجودې وي خو سږکال [۲۰۱۹] په اپریل میاشت کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې د پېښور په یو سکول کې د پولیو څاڅکو اچولو وروسته ماشومان بې هوشه ښودل شوي وو.
وروسته بیا داسې راپورنه راغلل چې هغه ویډیو دروغ وه. چارواکي وايي، د هغې ویډیو له وجې ګڼو خلکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو نه انکار وکړ.
ډاکټر سلیم وايي، په ورستي مهم کې د پولیو څاڅکو نه د انکاري کورنیو په شمېر کې کمی راغلی دی.
"په ډېسېمبر کې د پولیو ناروغۍ پر ضد په مهم کې د انکاري کورنیو شمیره ۷۰ زره وه او که دا موږ د اګست له مهم سره برابره کړو نو په هغه مهم کې د دې کسانو شمیره اووه لاکه وه. د انکاري کورنیو د شمیرې ۷۰ زرو ته راوستل یو لویه کامیابي ده."
خو خبریال او د روغتیايي د چارو پوه عمر فاروق وايي، په پاکستان کې د پولیو ناروغۍ خلاف د حکومت اقدامات سم دي خو د انکاري کورنیو او په خلکو کې د واکسینو په اړه د پوهاوي د کمي له وجې د پولیو وایرس نه ختمېږي.
په پاکستان کې په ۲۰۱۸م کال کې د پولیو ناروغۍ ۱۲ کیسونه رپورټ شوي وو. څیړونکي وايي، باید حکومت د معیاري واکسینو، د پوهاوې پروګرامونو، د انکاري کسانو خلاف د کارروايۍ او د روغتیايي کارکونکیو د امنیت په ښه کولو د پولیو د وایرس د ختمولو لړ کې کوټلي ګامونه واخلي.