د ماشومانو په جنسي تېري ککړو کسانو ته د مرګ سزا وړاندیز

د خيبر پښتونخوا قانون وزير پر ماشومانو په جنسي تيرې کې ککړو کسانو ته د مرګ سزا ورکولو وړاندېز کړې ده. سلطان محمد دډېسېمبر پر ۳۰ مه نېټه صوبايی اسمبلۍ ته د وينا پر مهال وويل چې پر ماشومانو د جنسي تيرې قانون کې ترميم وشي.

په اسمبلۍ کې د حکومت او اپوزيشن تر بحث وروسته پر ماشومانو د جنسي تیرې مخنيوي په قانون کې د ترميم کولو لپاره يوه کمېټۍ جوړه شوه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر ماشومانو جنسي تېري ککړو کسانو ته د مرګ سزا وړاندیز


په غونډه کې په مانسهره کې د مدرسې د یو استاد لخوا پر ۱۰ کلن ماشوم د جنسي تیري غندنه هم وشوه.

څو ورځې مخکې د مانسهرې یو ماشوم پولیسو ته ویلي چې استاد ورسره جنسي تېری کوي چې پولیسو وروسته هغه استاد ونيولی.