خوست کې میشت وزیرستاني کډوال ژمنۍ مرستې غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران او د ګلان کېمپ اوسیدونکي له افغان حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړي، چې دوی سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو مرستې وکړي. دوی وايي، څو ورځې مخکې ګلان کېمپ ته د پکتیکا د برمل او لمنې څخه یو شمېر کورنۍراغلي، چې نه يې سرپناه شته او نه هم خوراکي توکي لري. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.