د ننګرهار چارواکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ملي امنیت ځواکونو نولس تنه د بېلابېلو ترهګري او جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د دوی په خبره په نیول شوي کسانو کې وسله وال طالبان، داعش او انسان تښتوونکي شامل شوي دي.
د ننګرهار چارواکو د جنوري پر ۱۴مه د ملي امنيت ریاست په انګر کې په بېلابېلو جرمونو تورن کسان د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې ودورل.
په دې موقع د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل:
"په تېره یوه اوونۍ کې نولس کسه نيول شوي چې دې کې درې کسه عزت الله د خوږياڼو دی، انعام الله د سره رود دی او له دوی سره يوه ښځه چې د صحت الله په نوم يو ماشوم يې تښتولی و، دا هم ونیول شول. درې کسه نور انسان تښتوونکي چې شوکت او عظیم د حصارک ولسوالۍ دي او محب الله د سره رود ولسوالۍ دي دوی هم ونیول شول. شپږ تنه نور طالبان په دې ورځو کې نیول شوي چې يو يې ماين ځای په ځای کولو او بل تن چې هدفي وژنې يې کولې، د ولایت مخکې پښتونستان چوک کې ونیول شو."
په نیول شويو کسانو کې یو تن حکمت الله وايي، له طالبانو سره يې تړاو لرلو او د هغوی په غوښتنه به يې هدفي وژنې تر سره کولې.
نوموي مشال راډيو ته وویل چې دا ځل يې د ننګرهار والي هدف ګرځولی و، خو د ولایت مقام مخته ونیول شو.
"له درې کلونو راهیسې له طالبانو سره غاړه شوی اوم، هلته به يې موږ ته پلانونه راکول چې دا وکه او هاغه وکړه. تمانچه مې له کوره راواخیسته. ما ته يې وویل چې د کلدارو په مقابل کې په سپین ګاډي کې والي راووځي. ما ته يې ویل چې که دا ګاډی چېرته راغلو ته به يې وولې او خپل هدف ته به ځان ورسوې او که دا ګاډي نه و، نور کارکوونکي به وولې."
د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون د ملي امنیتي ځواکونو ساینه وکړه چې په تېرو څو میاشتو کې يې په ننګرهار امن راوستی دی. "زیاته مننه د والي صاحب او ملي امنیت رييس نه کوم چې په دې څو میاشتو کې يې دومره ښه کارونه وکړل چې ننګرهار يې که سل په سله ونه وایم نو اته نوي سلنه په کې امن راغلی دی."
د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش له ماتې وروسته د ننګرهار ډېرې سيمې امن شوي چې د ځايي پاڅوونکو په مرسته په کې امنیتي پوستې جوې شوي چې ورسره د وسله والو طالبانو د فعالیت مخه هم نیول شوې ده.