د میرامشاه دوکاندارانو د جنورۍ له ۲۹مې په پېښور کې پرلت اعلان کړ

د شمالي وزیرستان نړیدلي جایدادونه

پراګ - د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازار تجارانو او د جایداد مالکانو د خپلو غوښتنو لپاره د جنورۍ له ۲۹مې په پېښور کې د پرلت اعلان کړی دی.

د میرامشاه بازار د کاري کمېټۍ جنرل سیکرټري سخي الرحمان د جنورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې دوي پر دې مجبور شوي چې په پېښور کې د اسمبلۍ مخې ته یا هم ورته نژدې پرلت ووهي.

"له وزیرستان نه خلک راولو ، دلته پېښور کې د مېشت د وزیرستان خلک به پکې ګډون کوي ، زموږ پارلماني استازي به وي ، د سیاسي ګوندونو خلک به وي او د پښتنو د حقونو غوښتونکي به راسره وي او موږ به د جنورۍ له ۲۹مې په قاید اعظم پارک کې او یا به د اسمبلۍ مخې ته پرلت وهو."

سخي الرحمان وویل چې دوي یو کال حسابونه لګولي وو او حکومت ته یې د خپل تاوان اندازه وړاندې کړې وه حکومت ورسره منلې وه.

ده وویل چې حکومتي چارواکي غواړي چې دوي سمجوته ورسره وکړي خو د ده په وینا ، دوي له خپلو غوښتنو یو قدم هم پرشا نه ځي.

"موږ ورته وایو چې د مرلې پر سره یې ۴۵ لکه روپۍ راسره منلې وه هغه به راکوي ، د بلډنګ په اړه یې د یو فټ پر سر ۳۵۰۰ روپۍ منلې وې هغه به راکوي او د دې تر څنګ ځینې نور پاتې تجارتي ځایونه وو چې موږ اخیستي نه وو هغه به راکوي."

ده وویل چې حکومت ورته وايي چې د یوې مرلې پر سر ۱۵ لکه او د یو فټ مربع پر سر به ۱۲۰۰ روپۍ درکړو خو موږ ته دا په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.

د میر علي بازار تجاران او د جایداد مالکان هم وايي چې حکومت دوي ته د رسېدلي تاوان د ازالې لپاره هیڅ نه کوي.

دوي د نماینده کمېټۍ مشر ملک محمد شفیق مشال راډیو ته وویل چې که حکومت یې د اغېزمن شوي او قبضه شوي جایداد تاوان ورنکړ نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

"زموږ دوکانونه او مارکېټونه یې وران کړي دي د هغه معاوضه غواړو هم هم یې زموږ پر جایدادونو کرښې راکښلې دي چې تر ۲۷ فټه به پکې هیڅ نه جوړوی ، د هغه تاوان غواړو خو حکومت تر اوسه هیڅ نه دي راکړي."

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان یو استازي میرکلام وزیر مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه یې په اسمبلۍ کې په وار وار غږ پورته کړی دی خو حکومت د دې خلکو د ستونزو په هوارولو کې سنجیده نه دی.

په دې اړه مو د خیبر پښتونخوا له حکومتي وزیرانو سره د خبرو بیا بیا هڅې وکړې خو هغوي خبرو ته تیار نه شو.