بټخېله - د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر او د عوامي نیشنل ګوند یوه مخکښ مشر امیرحیدر خان هوتي ویلي دي چې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت او هېواد یوځای نشي چلېدای.
نوموړي د جنورۍ پر ۲۶مه د ملاکنډ په بټخېله کې جلسې ته په وینا کې پر حکومتي تګلارو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د پالیسیو له وجې یې هېواد زیانمنېږي.
هوتي تور پورې کړ چې پاکستان تحریک انصاف د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې په درغلۍ واک ته ورسېد نو ځکه له سره د انتخاباتو غوښتنه کوي:
"زموږ فیصله، د ولس فیصله، ستاسې فیصله ډېره واضحه ده چې موږ سېلېکټېد حکومت نه منو. موږ په ټول ملک کې نوی انتخاب غواړو."
د پاکستان انتخاباتو کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې انتخابات پاک، راڼه او منصفانه ول.
دا هم وګورئ: خیبر پښتونخوا: د وزیرانو لرې کول به څه اغېز پرېباسي؟پاکستان تحریک انصاف او وزیراعظم عمران خان تر انتخاباتي بریا وروسته ویلي ول چې له اپوزیشن سره د درغلۍ د تورونو پلټنو ته تیار دي.
ټاکل شوې وه چې د عدم تشدد د فلسفې لاروي او له برتانیې څخه د هند د ازادۍ مخکښ مبارز باچا خان د اوونۍ په مناسبت غونډې ته اسفندیار ولي خان هم ورشي خو د هغه د ناروغۍ له وجې یې پیغام زوی اېمل ولي خان ولوست.
د بټخېلې جلسې ویډیويي رپورټ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
جلسې ته په وینا کې د عوامي نیشنل ګوند یوه بل مخکښ میا افتخار حسین د جنورۍ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د درو وزیرانو ګوښه کېدو ته په اشاره وویل چې په صوبه کې د تحریک انصاف په حکومت کې اختلافات جوت شوي دي.
خو د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د جنورۍ پر ۲۶مه رسنیو ته وویل چې د وزیرانو لرې کول د ګوند داخلي موضوع ده او ورسره حکومت ته هېڅ ګواښ نه پېښېږي.