مسيد پرلتوال پوځي عملياتو کې د ويجاړو شوو کورونو تاوان غواړي

په ټانک کې د مسیدو جرګه ۲۰۰۹ز کال (ارشيف)

په ټانک کې 'د یو مسید' په نوم د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکیو احتجاج د جنورۍ له ۲۷مې راهیسې دوام لري.

دوی د ټانک په اېف سي مېدان کې احتجاجي پرلت وهلی او وايي چې په ۲۰۰۹ز کال کې د 'راه نجات' په نوم په پوځي عملیاتو او د ناامنیو په پېښو کې د دوی د ویجاړو کړل شویو کورونو معاوضه ورته تر اوسه نه ده ورکړل شوې.

دغه احتجاج کوونکي وایي چې د دوی د ورانو شویو کورونو سروې په څو څو وارې وشوه خو لا هم۹۰ فيصده اغېزمنو کورنیو ته تاوانونه نه دې ورکړل شوي.

د مسید قام یو مشر او د دغه احتجاج یو ګډونوال عبدالوحید مسید وایي، تر اوسه ورسره کوم حکومتي چارواکي څه ډول تماس نه دی نيولی.

"په څو څو وارې سروې وشوې خو صحيح نه دې تر سره شوي، درې څلور کاله وشول خلکو ته یې ټوکنې جاري کړي دي خو د پېسو چېکونه ورته لا هم نه دې ورکړل شوي. د جنوبي وزیرستان په ۸۸ کلیو کې دغه سروې نه ده شوې او اووه کاله وشول چې خلک دغو کلیو ته ستانه شوي دي."

دا هم وګورئ: د میرامشاه دوکاندارانو د جنورۍ له ۲۹مې په پېښور کې پرلت اعلان کړ


په دغه احتجاج کې شامل د سیمې یو اوسېدونکی حیات پرېغل وایي، باید حکومت په سروې کې ټولې ستونزې ژر هوارې کړي او زیاتوي تر هغې به احتجاج جاري ساتي تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوي.

احتجاج کونکي دا هم وایي، "حکومت او انتظامیه دوی ته په پېسو ورکولو کې ستونزه جوړوي او زیاتوي د ورانو شویو کورونو لپاره اعلان کړل شوې معاوضه چې څلور لکه روپۍ ده، ډېره کمه ده او باید دا زیاته کړل شي."

له جنوبي وزیرستانه د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړی حافظ عصام الدین مشال راډیو ته وویل،حکومت او انتظامیې د سیمې د ورانو شویو کورونو سروې سمه نه ده کړې.

"کلرکانو د زیاترو کورنیو رېکارډونه سم نه دي لیکلي او خلک کله یو افسر او کله بل پسې په تللو ستړي شول نو ځکه اوس احتجاج کوي."

بلخوا د جنوبي وزیرستان مرستیال کمشنر حمیدالله خټک د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وويل، دوی د دغو خلکو د مسلو د هواري لپاره خپلې هڅې پيل کړې دي.

"موږ ته څه کم ۵۰۰۰ چېکونه راغلي وو، ۳۰۰۰ مو ورکړل او نور هم ورکوو. د کومو کلیو سروې چې نه ده شوې، ډېر ژر په هغو کلیو کې د ورانو شویو کورونو سروې پېلوو او د کومو کورونو په سروې کې چې مسلې دي د هغې لپاره به یوه ډله راځي چې دا شان دا مسله ژر هواره شي."

بلخوا د 'یو مسید' په نوم د دغه احتجاجي پرلت مشران تور پورې کوي چې له دوی سره حکومت او انتظامیې وړاندې هم داسې لوظونه کړي وو خو بیا یې سرته نه دي رسولي.