عالمزېب مسید په عدالتي ریمانډ زندان ته ولېږل شو

د پښتون ژغورنې غورځګ يو فعال عالمزېب مسید د اتوار په ورځ د ډېره اسماعيل خان يوه عدالت د ۱۵ ورځو په عدالتي ريمانډ جېل ته ولېږلو. نوموړی پاکستانیو امنیتي کسانو د فبرورۍ پر دوهمه نېټه نېمه شپه مهال له خپله کوره اوچت کړی وو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د عالمزېب مسید یوه وکيل مجيد مسید وويل، د ده موکل یې په اتوار/یکشنه عدالت ته وړاندې کړ او د هغه نيول يې په رسمي توګه په ډاګه کړه.

دی وايي: (پر عالمزېب مسید او منظور پښتین باندې په ډېره اسماعیل خان کې تر ۱۶ زیاتې مقدمې جوړې شوي دي. موږ پرون د عدالت قاضي ته وويل چې يوه ورځ د ټولو مقدمو د اورېدنې لپاره وټاکه چې موږ پکې په ګډه د اورېدنې درخواستونه ورکړو. پنځلس ورځې پس به عالمزېب بیا عدالت ته وړاندې کېږي چې قاضي به ترې په زندان کې د ورکړل شویو سهولتونو پوښتنه کوي. له هغه پس به موږ د عالمزېب او منظور پښتين د ضمانت لپاره درخواستونه جمع کوو.)

د مجيد مسید په خبره موکل عالم زيب مسید په نورو مقدمو کې د ضمانت کړی دی خو دا مقدمه پوليسو او حکومت ترې پټه ساتلې وه ځکه يې ناڅاپه د شپې مهال له خپله کوره ګرفتار کړ. همدا خبره له مشال راډيو سره د عالمزېب پلار، ببرک مسید هم کوي چې پولیس والا یې د شپې یوه بجه شپې پر دېواله و کور ته وراوښتي دي دي.

نوموړی زیاتوي: (یو پوليس والو عالمزېب ته لاس ورواچولو، له هغوی سره ټوپکې هم وې او زما له بل زوی څخه پوليسو موبايل فون هم په زوره واخيستو او دړکې يې کولې. بیا چې کله عالمزېب د پوليسو له مشر عابد اقبال نه وپوښتل چې څنګه راغلي يې نو هغه ورته وويل چې ستا پر ضد مقدمه ده، نو عالمزېب ورته په ځواب کې وويل چې يو فون کال به دې کړی وو موږ به په خپله تاڼې ته درغلي وو.)

بلخوا د ډي ای خان صدر تاڼې اېس ايچ او عابد اقبال وايي چې د عالمزېب پرضد دا مقدمه د سږني کال د جنورۍ پر اتمه نېټه درج کړل شوې وه خو هغه پکې ضمانت نه وو کړی.

دی زیاتوي: (د جنورۍ پر اتمه د ډېره اسمعيل خان په مرحبا کالونۍ کې د دوی يوه غونډه شوې وه، نو موږ هم په هغه ورځ مقدمه درج کړې وه، موږ هغه پرون عدالت ته وړاندې کړ، نه موږ عدالت ته څه وويل او نه د عالمزېب وکيلانو څه بحث وکړو، موږ د مقدمې ريکارډ د عدالت قاضي ته وړاندې کړو او هغه عالمزېب په ريمانډ جېل ته واستولو.)

د عالمزېب مسید وکيل مجيد مسید وايي، پر موکل یېد ده په خبره، د نقص امن، له ملک او آیین سره د غدارۍ او په ټولنه کې د انتشار خورولو مقدمې جوړې شوي دي.

یاده دې وي چې عالمزېب مسید د پښتنو په سیمو کې د ورکو کسانو مالومات راټولوي او پوره یو کال وړاندې د ۲۰۱۹ ز کال په جنورۍ کې په کراچۍ کې پولیسو ونیولو او څه نا څه اته میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې.