ټانک: د 'یو مسید' پرلت یوولسمې ورځې ته واوښت

ټانک: د 'یو مسید' پرلت

د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د يو مسيد په نوم پرلت نن پر يوولسمه ورځ هم روان دی. دوی په پاکستانیو پوځي عملياتو کې د ورانو بازارونو او کورونو لپاره له حکومته معاوضه غواړي.

د دې پرلتوالو يو مشر عبدالواحد مسيد نن مشال رېډيو ته وويل چې د دوی کورونه لس کاله مخکې په پوځي عملياتو کې وران شوي ول خو تر دې دمه ورته حکومت معاوضه نه ده ورکړې. نوموړی وايي تر دې دمه د ډېرې کورونو سروې هم نه ده شوې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د 'یو مسید' پرلت یوولسمې ورځې ته واوښت


بلخوا د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو سمبالولو ادارې د قبايلو څانګې وياند احسان داوړ د فبرورۍ پر پنځمه مشال رېډيو ته وويل چې د جنوبي وزيرستان ډېری خلکو ته د ړنګو کورونو او دکانونو معاوضې هم ورکړل شوي دي او نورو ته به هم ژر ورکړل شي.

پاکستان حکومت په ۲۰۰۹ م کال کې په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو پرضد راه نجات عمليات ترسره کړل چې له کبله يې د حکومتي شمېرو له مخې ۸۷ زره کورونه ړنګ شوي وو او په زرګونه خلک کډوال شوي وو.