نن د فبرورۍ په اتلسمه (۱۸) د پیښتو غزل بابا امیر حمزه خان شینواری ۲۶ تلین لمانځل کېږي. امیر حمزه خان شینواری په ۱۹۰۷ کې د خیبر په لواړګي کې زیږېدلی وو او په ۱۹۹۴ م کې ومړ.
د خیبر ضلعې پروفیسر تواب شاه مسرور وایي، حمزه بابا یو ستر شاعر، فلسفي، عملي صوفي او د جمالیاتو عالم وو او د انسانیت علمبردار دی، د پښتنو بیدارولو لپاره یې ډېر کار کړی دی.
د نوموړي په خبره چې د حمزه بابا د ژوند فلسفه چې د پښتو او پښتونولۍ لپاره یې لرله د هغه په خپلو شعرونو کې جوته ده.
[خپلې ژبې خپل تهذیب و ته چې شا کا
ملګرتیا د هغه قامه ژوندون نه کا
اول خپله ژبه پس ته نورې ژبې
بې بنیاده عمارت خو سمون نه که
سر یې د ساحل په ګټو وواهه موج وویل
څوک چې د خپل قام په لاره نه شو هغه ورک شو]
څيړنکار کلیم شینواری وایي، حمزه بابا له غزل پرته د نظم او په نثر برخه کې هم ډېر کار کړی دی، نظمونه یې د اعلا پایې لیکلي، علمي نثر، فلسفیانه نثر، تصوف او پر تاریخ یې هم لیکل کړي دي او ژباړې یې کړي دي.
[حمزه خیر دې که نن قدر زما نشته
ولې و نه وایې دا چې سبا نشته
کومه شپه چې په بازار کې شمع نه وي
خلک وایي چې نن ولې رڼا نشته]
پروفیسر اسلم تاثیر اپرېدي د حمزه بابا د انسانیت او ژوند پر فلسفه څېړنه کړې او وایي، هغه انسانیت ته په درنه سترګه کتل.
لکه چې وایي:
[ چې مغلوب حیوانیت کا انسان دا دی
چې غالب انسانیت کا انسان دا دی
ژوند ته وګوره ژوند څه دی همه کار دی همه کار دی
هغه ژوند په مرګ حساب دی په دنیا کې چې بې کار دی]
شاعر او ادیب فیصل فاران وایي، حمزه شینواری د کلاسیکې او نوې پښتو شاعرۍ ترمنځ یو پل دی، دا نړۍ په هغو شاعرانو کې شمېرل کېږي چې کردار یې پیدا کړی وو. حمزه د یو پښتون کردار راژوندی کړی دی.
[څو چې راغونډ پر یو مرکز یې نه کړم
هر تپې ته له جرګو سره ځم]
د حمزه شینواري نېږدې ۵۸ کتابونه چاپ شوي، ګڼ شمېر ډرامې او افسانې یې هم لیکلي او د نوموړي د شخصیت پر بېلا بېلو اړخونو اتو کسانو پي ایچ ډي یا دکتورې هم کړي دي.
د حمزه بابا ادبي جرګې مشران وایي، دا ځل به د نوموړي د ۲۶م تلین په مناسبت سره په لواړګي کې د خیبر ضلعې انتظامیې او د لوبو او کلتور محکمې له خوا د فبرورۍ په ۲۳مه یوه شریکه دستوره کېږي.