افغان ولسمشریزه ټاکنې محمد اشرف غني وګټلې

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېشن محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

دې کمېشن نن د فبرورۍ پر ۱۸مه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه (۹۲۳۵۹۲) رایې وړې او له ده سره په ټاکنو کې ولاړ دوهم سیال عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه (۷۲۰۸۴۱) رایې اخېستې او پر دوهم ځای راغلی دی.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ یوبل امېدوار ګلبدین حکمتیار بیا ۳ اعشاریه ۸۵ سلنه (۷۰۲۴۱) رایې وړې او پر درېم ځای راغلی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا نورستانۍ د رایو په ډاګه کولو پرمهال وویل چې محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ګټلو د افغانستان ولسمشر په توګه اعلانېږي.

خو بلخوا د محمد اشرف غني نږدې ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون له‌خوا اعلان شوې نتیجه نه‌ مني او د خپل ټیم د بریا اعلان‌ یې کړی دی.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله

عبدالله په سېشنبه ماښام د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په لنډه وینا کې وویل چې اعلان شوې پایله پر ولسواکۍ کودتا او د خلکو له ارادې سره خیانت دی.

نوموړی زیاتوي: "د رڼو او بایومټریک شویو رایو له مخې د «ثبات او هم‌پالنې» ټیم د ټاکنو ګټونکی دی او موږ خپله بریا اعلانوو، درغلۍ کوونکي د افغانستان د تاریخ مخ توري دي، موږ ټول‌شموله حکومت جوړوو."

د ټاکنو کمېسیون بیا ویلي چې پرېکړې یې د نافذه قوانینو په رڼا او د خلکو د رایو پر بنسټ دي.

په افغانستان کې ټاکنیزې ناندرۍ نوې نه‌دي او د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې دا جنجالونه دومره اوږده شول چې بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځته شو