په تعلیمي ادارو کې د ښځینه زده کوونکو ځورونې څه اغېز لرلای شي؟

بلوچستان پوهنتون

پراګ - د خیبر پښتونخوا ګورنر په بنو کې د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون وایس چانسلر پیر عابد علي شاه د فرورۍ پر ۲۷مه له دندې لرې کړ.

دا له هغه وروسته ده چې د پلټنو لپاره جوړې شوې کمېټۍ په خپل رپورټ کې د نوموړي هغه ویډیو کره بللې چې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په منځ کې خپره شوې وه.

که څه هم پیر عابد علي شاه دا ویډیو جعلي او د ځان پرضد سازش بللی وو خو د پلټنو کمېټۍ سپارښتنه کړې چې حکومت دې د هغې غیر اخلاقي نڅا پر ویډیو له ده څخه استعفی وغواړي او که یې په خپله خوښه ورنکړي نو دې لرې کړل شي.

تر دې وړاندې د ډېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون او د کوټې په بلوچستان پوهنتون کې هم د ښځینه زده کوونکو د مبینه ځورونکو داسې پېښې رامنځ ته شوې وې چې خلکو پرې احتجاجونه کړي وو او حکومت پرې ګامونه اخیستي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په پښتنه سیمه کې د ښځینه تعلیم په اړه فکر وار له مخه د تسلۍ وړ نه بلل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې د داسې پېښو رامنځ ته کېده د نجونو د تعلیم لپاره پر عامه ذهنیت څه اغېز کولای شي؟

په خیبر پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې شاد بېګم وايي ، په پښتنه سیمه کې یو پلو خلک وار له مخه د ښځو تعلیم ته خلک زړه نه ښه کوي او بل پلو داسې وقعات ډېر تاوان رسوي.

دې وویل ،"دلته یا تعلیمي ادارې نشته ، یا تر اوسه د خلکو ذهنیت سازي نده شوې چې د ښځو د تعلیم څومره مهم دی نو په داسې حالاتو کې نجونه ځان تر کالج او پوهنتونه ورسوي او هلته چې بیا داسې پېښې وشي نو بیرته عام ولس ته هغه پېغام لاړ شي چې د تعلیمي ادارې ، د کار ځایونه او عامه ټولنه د ښځو لپاره خوندي نه ده."

په بلوچستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې او لیکواله شفا کاکړه وايي ، نه یوازې په تعلیمي ادارو بلکې په عام ژوند کې باید مېرمنو ته داسې فضا جوړه کړل شي چې هغوي پکې خپل صلاحیتونه په کار راولي.

نوموړې وویل ، "تر اوسه دلته د ښځې ګواهي لا نیمه ګڼل کېږي او له ښځو سره د مذهب پر اساس توپیري چلند کېږي او داسې پېښې به ځکه پر ټولنه زیات اغېز وکړي چې دلته ټول قبایلي فکر لرونکي خلک دي ، نو باید داسې پېښو ته پام وشي."

شاد بېګم وايي ، په پښتنه سیمه کې د مېرمنو د تعلیم ډېر ضرورت دی او هر څوک چې په دې لاره کې د خنډ سبب کېږي هغوي ته باید له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

هغې زیاته کړه چې "زما په فکر د داسې پېښو پرضد غږ پورته کول په کاري دي ، د دې غندنه په کار ده او د دې پرضد ګامونه اخیستل په کار دي چې بیا بل څوک داسې ونه کړي."

دوي وویل ، پښتانه باید داسې منفي پېښو ته د کتو پر ځای د ښځو د تعلیم په اهمیت ځان پوه کړي او هغوي ته تعلیم ورکړي چې ورسره ټولنه په مجموعي توګه پرمختګ وکړي.