د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وايي، د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د لوظنامې هرکلی کوي او د بین الافغاني خبرو لپاره په یوه اوونۍ کې پلاوی ټاکي.
نوموړي د مارچ پر لومړۍ په کابل کې خبري غونډې ته د امریکا او طالبانو په موافقه کې د بندیانو د خوشې کولو موضوع په اړه وویل چې په لنډه موده کې د زرګونه زندانیانو خوشې کولو ممکن نه دي.
د بندیانو خوشې کېدل
د امريکايانو او طالبانو ترمنځ په لوظنامه کې راغلي چې افغان حکومت به طالبانو سره د مارچ په ۱۰مه خبرې پېل کړي خو تر هغې مخکې بايد پنځه زره طالبان له زندانه خوشې کړي.
له موافقې سره سم، طالبان به خپله ولکه کې موجود ۱۰۰۰ کسان خوشي کوي.
خو ولسمشر غني وویل: "د پنځه زره بنديانو د خوشي کولو په اړه هېڅ لوظنامه نشته. موږ دا خبره بيا بيا امريکايانو ته په واضح ډول کړې ده. له موږ دا غوښتنه شوې ده او د مذاکراتو برخه کېدلی شي خو د مذاکراتو د پېلولو شرط نه شي کېدلی. دا ځل د ښه نيت ښودل مطرح نه دي. زموږ ولس بايد پوه شي چې کوم خلک خوشي کېږي، ايا هغوی خو به بېرته د دې ولس خلاف جګړه نه پېلوي؟ ټوپک خو به نه رااخلي؟"
د پلاوي جوړېدل
دا هم وګورئ: ولسمشر ټرمپ: له طالب مشرانو سره ملاقات کومولسمشر غني دا هم وويل چې د مېرمنو په حقونو به هېڅ جوړجاړی و نه کړي او د طالبانو سره د مارچ ۱۰مې لپاره خبرو ته به يو داسې پلاوی برابروي چې پکې به له ټول افغانستانه، ديني عالمان، مېرمنې، ځوانان او سياستوال شامل وي.
غني وايي، افغان مذاکراتي پلاوی به د یوې اوونۍ په ترڅ کې جوړ او خبروته چمتو شي.
نوموړي وویل، په بین الافغانی خبرو کې به افغان مذاکراتي پلاوی د افغانستان د اسلامي جمهوري ارزښتنو او اساسي قانون استازيتوب کوي.
غني زیاته کړه چې د پلاوي صلاحیتونه به کابل ټاکي،پلاوی به د پوره واک خاوند نه وي.
د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې وشو.
د لوظنامې ترمخه به امريکايان په مرحله وار شکل له افغانستانه ووځي.
د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، د دې ځواکونو وتل به سمدستي پېل شي.
هغه زياته کړه، که طالبان خپلو وعدو ته ژمن پاتي شي، نو جګړه به پای ته ورسيږي: "زه به د طالب مشرانو سره په نېږدې راتلونکې کې ملاقات کوم. زه ډيره هيله لرمه چې دوی کومې خبرې کړې دي هغه به عملي کوي. دوی به ترهګر وژني، دوی به بد خلک ووژني، دوی به دا جنګ جاري ساتي."
امريکا په ۲۰۰۱ کال کې تر هغې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ چې طالبانو د القاعده ترهګرې ډلې مشر، اسامه بن لادن له ورکولو انکار وکړ.
بن لادن هغه وخت په افغانستان کې وو او پر نيويارک د هغو بريدو ذمه واري يې اخيستې وه چې نېږدې ۳،۰۰۰ امريکايان يې ووژل.
نوموړی وروسته امريکايانو په پټو عملياتو کې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په اېبټ اباد کې وواژه.
د امريکا او طالبانو د لوظنامې له مخې به امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمېر له شاه خوا ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ ته راکموي، خو په نهه نيمو مياشتو کې به امريکا او ايتلافيان خپل ټول پاتې ځواکونه له افغانستانه وباسي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.