په خیبر ضلع کې د عدنان شنواري د وژنې پر ضد پرلت په دې ژمنه پای ته رسېدلی چې حکومت به د وژل شوي ځوان کورنۍ ته پیسې او نوکري ورکوي.
د عدنان د وژنې پرضد سياسي اتحاد په لنډيکوتل کېله تېرو لسو ورځو راهيسې ځايي خلکو احتجاج کولی. د وژل شوي ځان کورنۍ د مارچ پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې احتجاج يې په جرګه کې د کاميابو خبرو اترو وروسته ختم کړی دی.
د سياسي اتحاد يو مشر مفتي اعجاز د مارچ پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې په جرګه کې دوی او د عدنان کورنۍ مطمينه شوې چې غوښتنې به يې ومنل شي.
حکومت ډاډ ورکړی چې د عدنان کورنۍ ته به پیسې او يوه نوکري ورکوي او ددې ترڅنګ به په سيمه کې تر پوځي عملياتو له مخهځايي خلک په اعتماد کې اخيستل کېږي.
د پېښور د ترهګر ضد ځواک د فبرورۍ پر ۲۲ مه نېټه په يوه خبر پاڼه کې ادعا کړې وه چې په ريګي سيمه کې يې د عملياتو پر مهال د دوی په وينا پنځه مشکوک ترهګر وژلي چې پکې عدنان شنواری هم وو.
خو د عدنان کورنۍ بيا تور پورې کوي چې امنيتي ځواکونو شاوخوا درې مياشتې وړاندې عدنان د چاپې پر مهال په مختارخيلو سيمه کې له خپله کوره وړی وو او په حراست يې ساتلی وو.