'شکیل اپریدي د لوږي هړتال پیل کړی'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل وايي، ډاکټر شکیل اپریدي په زندان کې د لوږې يا بهوک هړتال پیل کړی دی. قمر نويد مشال راډیو ته وويل، هغه دا اقدام په مقدمه کې د ځنډ پر ضد کړی دی. په پاکستان کې د القاعده مشر اسامه بن لادن په امريکايي عملياتو کې تر وژل کېدو وروسته د ډاکټر شکيل اپريدي نوم مخې ته راغلی وو او دا ويل شوي ول چې د هغه په مرسته د اسامه بن لادن د اوسېدو ځای مالوم شوی وو. له دې وروسته د پاکستان حکومت د ۲۰۱۱ م کال د جون پر ۱۱مه نېټه شکيل اپريدی ونيولی او ورباندې له وسله والو سره د تړواو په تور مقدمه جوړه کړه. وروسته هغه ته ۲۳ کاله د بند سزا واورول شوه چې پرضد يې نوموړي پېښور های کورټ کې درخواست جمع کړی دی. ډاکټر شکيل اپريدی داوخت د پنجاب ساهيوال په زندان کې دی. د نوموړي له وکيل قمر نويد سره د مشال راډیو خبريال غلام غوث مرکه واورئ.