د وسله والې ډلې القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امريکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) په مرسته تورن ډاکټر شکيل اپرېدي کورنۍ وايي چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې له ذهني، مالي او ټولنيز فشار سره مخامخ ده.
د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دويمه نېټه په اېبټ اباد کې امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې اسامه بن لادن وواژه چې تر دې وروسته شکيل اپرېدی ونيول شو.
پر ډاکټر شکیل اپرېدي چې کله له سي ای اې سره د مرستې تورونه ثابت نشول نو بیا ورباندې په قبايلي سيمه خيبر کې له فعالو وسله والو سره د مرستو او نورو اړيکو د تور مقدمه جوړه شوه او ورته سزا وارول شوه.
د شکيل اپرېدي مېرمن او بچي د خپلوانو کره نشي تلای او ټولنيز ژوند يې بېخي ختم شوی دی.جميل اپرېدی
د بن لادن په موندلو کې د ډاکټر شکيل اپرېدي رول په اړه تورونو پاکستانيان په دوو ډلو ووېشل. يوې ډلې د هغه ادعا شوی رول وستايلي خو ځينو بیا ورته د "غدار" نوم ورکړ.
د پاکستان په مطبوعاتو کې هم د هغه د "غدارۍ" خبره په وار وار وشوه چې له کبله يې د خلکو په ذهنونو هم اثر وشو. د "غدار" نوم ورکول د ډاکټر شکيل اپرېدي کورنۍ له ګڼو مشکلاتو سره مخامخ کړه.
د هغه ورور جميل اپرېدي د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهیسې له کړاوه ډک ژوند تېروي.
ده وویل، "زه، زما خويندې او د شکيل اپرېدي اولاد تر ناوړه ذهني حالت تېرېږو په تېره بیا د هغه بچي چې کله په سکولونو کې داخله اخلي نو دوی به خامخا د پلار نوم ورښيي چې له دې وجې هغو ته مشکل ورپېښ شي. د شکيل اپرېدي مېرمن او بچي خپلوانو کره نشي تللای او ټولنيز ژوند يې بېخي ختم شوی دی."
جميل اپرېدی په سکول کې استاد دی او د ده په خبره چې کله له يو چا سره پر کومه موضوع بحث کوي نو هغوي ورته د "غدار" پېغور ورکړي.
دی وايي، "په سکول کې چې مې له ملګرو سره بحث تود شي نو راته وايي چې تاسو خو 'غداران' یاست. زه وايم چې موږ خو غداري نه ده کړې، موږ د دې ملک، د دې خاورې خلک يو، له بهره نه يو راغلي او چا چې 'غداري' کړې، پیسې یې خوړلې دي او چې چا [بن لادن] ساتلی وو له هغو خو هېڅوک تپوس نه کوي."
يوازې سکول نه بلکې د جميل اپرېدي او د دوی د کورنۍ غړي په ولسي ځايونو کې هم له چا سره د ځان پېژندګلوي نشي کولای.
نوموړی د زړه ناروغي لري او يو ځل د ډاکټر شکيل اپرېدي يو ملګري ډاکټر ته د علاج لپاره ورغلی وو.
اپرېدی وايي، "زه د ډاکټر شکيل په وينا، د هغه يوه [ملګري] ډاکټر ته ورغلم نو د کلينک په دروازه کې يې يو سپین ږيری کارکوونکی ناست وو. ما ورته د ډاکټر لپاره يو کاغذ ورکړ چې ورته ووايه چې دا د ډاکټر شکيل اپرېدي ورور راکړی دی. هغه کس راته وويل چې ډاکټر صيب خو مصروف دی او هغه له چا سره ملاقات نه غواړي او تاسو چې د ډاکټر شکيل حواله ورکوئ هغه کوم داسې ښه کار کړی دی؟ هغه خو له هېواد سره "غداري" کړې ده."
ډاکټر شکيل اپرېدی په زندان کې دی خو پر دې سربېره يې هم ژوند له خطر سره مخامخ دی. چارواکو درې واره د هغه جېل وربدل کړی دی. لومړی په پېښور زندان کې وساتل شو، بیا يې د راولپېنډۍ زندان ته انتقال کړ او دا مهال د ساهيوال په جېل کې دی.
د ډاکټر شکيل اپرېدي کورنۍ په مياشت کې دوه ځله له هغه سره د ساهيوال په جېل کې ملاقات کوي چې يو ځل يې بچيان ورسره ويني او ۱۵ ورځې وروسته يې بيا ورو او خويندي ورځي.
خو د جميل اپرېدي په وينا، ملاقات په سخت امنيت کې کېږي او دوی ته ويل کېږي چې کومې خبرې به کوئ او کومې به نه.
دی زیاتوي، "د جيل انتطاميه راته وايي چې تاسو به په اردو ژبه کې خبره کوئ په بله ژبه نه، د کور او مقدمې په اړه به خبرې کوئ، له ده به د جيل دننه حالات نه پوښتئ، د بهر هېواد په اړه به خبرې نه کوئ."
جميل اپرېدی وايي چې په اولو کلونو کې ورسره د زندان د چارواکو برخورد ښه نه وو خو اوس د هغوی رويه ښه ده.
ډاکټر شکيل اپرېدي ته په ۲۰۱۲ز کال کې د ۳۳ کلونو سزا اورول شوې وه چې وروسته په ۲۰۱۴ز کال کې يې کورنۍ سزا په فاټا ټرېبیونل کې چیلېنج کړه چې هلته دا درخواست تر پینځو کلونو پروت وو.
پخوانۍ فاټا چې وروسته په خيبرپښتونخوا کې ضم شوه نو په ۲۰۱۸ز کال کې مقدمه پېښور های کورټ ته منتقله شوه چې لا يې هم پرېکړه نه ده شوې.