پراګ- په خیبر پښتونخوا کې ښځینه فعالانې وايي، د پښتنو ښځو لپاره د ښځو نړیواله ورځ د خورا ارزښت وړ ده.
د خیبر پښتونخوا فعالانې د دې ورځې له وجې د خلکو پام د ښځو مسلو ته اوړي او ځينې ادارې هم بیا اقدامات کوي.
په دوی کې ځینو له مشال راډيو سره په خبرو کې په ښځو او ټولنه کې د ښځو د حقونو په برخه کې د اګهۍ زیاتېدو بېلګې یادوي او وايي، د تېر پرتله د خلکو په افکارو کې پرمختګ ویني.
پښتنه فعاله شاد بېګم وايي، په دغه ورځ په ځانګړې لمانځغونډو کې د دوی د مسلو او حقونو په اړه پوښتنې کېږي چې په نتیجه کې یې د هغو حل لپاره ګامونه پورته کېږي:
"په عادي حالاتو کې د ښځو حق او د مسلو حل لپاره ادارې او خلک خبرې نه کوي. د مارچ اتمې په شان ورځې چې کله موږ ولمانځو، پوښتې وکړو، خپل اواز وړاندې کوو، د هغې اثر وي ځکه چې هغه خلک او ادارې زموږ مسلو ته توجه ورکوي او د هغو حل لپاره له زموږ سره مرسته کوي. نو دا فرق راغلی دی په تېره په پښتنو ښځو کې چې هغوی په اسانه له خپل حقه نه په شا کېږي."
په پېښور کې د ښځو لپاره د یو کارکوونکي تنظیم "د حوا لور" مشره خورشید بانو وايي، د قبایلو ډېری ښځې ورسره د ښځو لپاره غږ پورته کولو کې یو ځای شوي دي چې یو لوی پرمختګ دی:
"د قبایلو ښځې له موږ سره یو ځای شوې دي. دا په ورو ورو کېږي. که په ۱۰۰ کې یوه ښځه هم راځي او په لیډرشپ کې شاملېږي نو دا ډېره لویه خبره ده. مخکې هغوی نه پوهېدل چې دا 'عورت مارچ' او نور څه دي او ښځې د خپلو حقونو لپاره ولې اواز پورته کوي؟ خو اوس هغوی پکې شاملې شوې دي. زیاتې نه دي. یو یا دوه فیصده به وي. خو دا هم لویه کامیابي ده."
د مارچ اتمې لمانځل یو سمبول یا علامت دی. په اصل کې پر دغه ورځ چې کومې مسلې راپورته کېږي هغه د میډیا له لارې یا په غونډو کې اورېدل کېږيرخشنده ناز
خو خورشید بانو وايي، اوس هم ډېر ضرورت دې چې د ښځو حقونو قوانینو عملي کېدو او د پوهاوي په برخه کې نور کار هم وشي.
خو په سوات کې د ښځو حقونو مبارزه تبسم عدنان وايي، دا ورځ لمانځل یوازې یو رسم پاتی شوی:
"د ښځو [پر نړیواله] ورځ خو هغوی ته خپل حقونه نه ملاوېږي. تاسو به وګورئ چې پر دغه ورځ به څومره ښځې ووژل شي. ما ته نه ښکاري چې د دې خبرو زموږ د ښځو لپاره څه خاص اهمیت شته."
اخوا په خیبر پښتونخوا کې د جنسي ځورونو ښکار ښځو د ژغورنې ادارې محتسبه رخشنده ناز وايي، په ټولنه کې مسلې ضرور وي خو داسې لېدل کېږي چې په ډېرو برخو کې د دې ورځې له لمانځلو سره ښه والی راغلی دی:
"د مارچ اتمې لمانځل یو سمبول یا علامت دی. په اصل کې پر دغه ورځ چې کومې مسلې راپورته کېږي هغه د میډیا له لارې یا په هغو غونډو کې اورېدل کېږي چې د پارلېمان یا اسمبلۍ استازو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل کېږي. د ښځو لپاره د اوږدې مودې راهیسې څه اېکشن پلان نه وو. خو نن د هېواد په څلورو واړو صوبو کې د ښځو په اړه حکومتي تګلارې موجودې دي. د ورځې په مناسبت چې کله تاسو یو هدف ټاکئ نو د هغې مقصد یوازې دغه ورځ لمانځل نه وي بلکې یوه یادګېرنه هم وي. نو پر هغې بیا یقیناً کار کېږي او په خیبر پښتونخوا کې خو بالکل پرمختک شوی دی."
فعالانې وايي، په پښتنې ټولنه کې بدلون په ورو ورو تر سترګو کېږي خو هیله منې دي چې پښتنې مېرمنې به په راتلونکي کې ښه ژوند ولري.
د ښځو نړیواله ورځ د تاریخ له پلوه د ښځو لپاره یو مهم پړاو ګڼل کېږي چې پیل یې په امریکا کې د ښځینه زیار ایستونکو له راوتلو څخه وشو او ملګرو ملتونو ورته په ۱۹۷۵ز کال کې ځانګړې درجه ورکړه.
دغه ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او سیاسي میدان کې د ښځو د بریاوو لمانځلو او د هغوی برابرۍ غږ پورته کولو لپاره ځانګړې شوې ده.
سږ کال د ښځو نړیواله ورځ د "Each for Equal" تر سرخط لاندې لمانځل کېږي چې موخه یې جنسي مساوات راوستل دي.