د قبايلي ضلعو يو شمېر مشرانو د بېلې صوبې غوښتنه کړې

د خېبر پښونخوا د قبايلي سيمو يو شمېر استازي په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال

اسلام اباد - د خېبرپښتونخوا د ضم کړل شويو قبايلي ضلعو يوشمېر مشران وايي سيمه کې يې تر انضمام وروسته هم هېڅ ډول پرمختيايي کارونه ونشول نوله حکومته غوښتنه کوي چې پخوانۍ فاټا ته دې د بېلې صوبې درجه ورکړل شي.

د مارچ پر ۱۲مه تر ماپښين وروسته د قبايل تحفظ مومنټ تر سيوري لاندې له قبايلي ضلعو څخه راغليو يو شمېر ملکانو، پخواني پارليماني استازو او ځوانانو د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او وينا يې وه چې په خېبرپښتونخوا کې پر ورګډېدو سربېره يې سيمې د تېر په څېر شاته پاتې دي نو حکومت دې په اوو واړو ضلعو او شپږو سرحدي سيمو (فرنټيېر ريجنز) باندې مشتمله سيمه د قبايلستان په نوم بېله صوبه جوړه کړي.

د قبايل تحفظ مومنټ مشر سېد نذير تر احتجاج وروسته مشال راډيو ته وويل دوی له لومړۍ ورځې څخه د انضمام مخالفت کاوه او اوس خلکو ته هم اندازه وشوه چې سيمې يې د انضمام په صورت کې نه بلکه د بيلې صوبې په صورت کې پرمختګ کولی شي.

د نوموړي وينا وه حکومت دوه مخيزه پاليسي پيل کړې ده او د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو لپاره يې هڅې پيل کړې خو قبايلي ولس له يوې اوږدې مودې راهيسې د بېلې صوبې غوښتنه کوي او حکومت هېڅ پاملرنه نه ورته کوي.

د اېف ار (فرنټيېر ريجنز) پيښور ملک مصطفا وايي تر انضمام وړاندې له دوی سره مرکزي حکومت ډېرې ژمنې کړې وې چې نه يواځې به د ۱۰ کلونو لپاره قبايلي ضلعو ته ټېکس معاف وي بلکې هر کال به حکومت د يادو ضلعو د پرمختګ لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ ورکوي خو تر اوسه حکومت خپله يوه ژمنه هم سر ته ونه رسوله.

د پاکستان د پارلمان لخوا د قانون تر منظورېدو وروسته د هغه وخت ولسمشر ممنون حسېن د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې هغه اييني بدلون لاسليک کړ چې ورسره سم قبايلي سيمي د خېبرپښتونخوا برخه شوې.

د روان ۲۰۲۰م کال په جنورۍ مياشت کې د قبايلي ضلعو ځېنو پارلماني استازو مشال راډيو ته ويلي ول حکومت چې د تېرکال په بوديجه کې د قبايلي ضلعو لپاره د ۸۳ اربه روپۍ پرمختيايي بوديجه ځانګړې کړې وه، تر اوسه يې د هغه ۱۰ سلنه هم ده کارولې.

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف واکمن ګوند له خېبر ضلعې څخه منتخب پارليماني استازی اقبال اپريدی وايي کوم کسان چې د بېلې صوبې نعره وهي نو دا په اصل کې د اېف سي ار هغه زوړ نظام راوستل غواړي. د دوه په وينا دغو کسانو په تېرو وختونو کې د اصلاحاتو په پروسه کې خنډونه اچول او د اېف سي ار قانون پر ځای ساتلو لپاره يې د بېلې صوبې خبره کوله او اوس هم پر هغه زړه اجنډا روان دي.

په قبايلي ضلعو کې د پرمختيايي کارونو په هکله د اقبال اپريدي وينا وه حکومت يې په قبايلي ضلعو کې يوشمېر لوی او وړې پروژې پيل کړي او هڅه کوي چې دا ژر تر ژره سرته تر ورسوي.