په پاکستان کې د مارچ تر ۲۶مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۲۰۱ ته رسېدلی دی. بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله نهه کسان مړه شوي هم دي.
د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سيند صوبه کې په ۴۲۱، په پنجاب کې ۴۰۸، په بلوچستان کې ۱۳۱، په خيبر پښتونخوا کې ۱۲۳، په اسلام اباد کې ۲۵، په ګلګت بلتستان کې ۹۱ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په دوو کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی. د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په ټول پاکستان کې بازارونه، دفترونه او تعلیمي ادارې تړل شوي او پر بهرنیو او کورنیو الوتنو او د مساپر وړونکو اورګاډو پر تګ راتګ هم بندېز لګېدلی دی.
دا هم وګورئ: د نوي کورونا وايرس د مخنيوي لپاره ساينسپوهانو هلې ځلې تندې کړې
کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې له دې وايرسه تر ۲۳ زره زيات کسان مړه شوي او تر پنځه لکه زره زيات په اخته شوي دي. په دغو کې څه باندې يو لک ۲۳ زره بېرته رغېدلي هم دي.
له کورونا وايرسه تر ټولو زيات کسان په اروپايی هېواد ايټاليه کې مړه شوي چې شمېر يې تر ۸۲۰۰ اوښتی دی. بلخوا په دې هېوا کې تر ۸۰ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي دي. له دې وروسته تر ټولو زيات کسان په اروپايي هېواد سپېن کې مړه شوي چې شمېر يې تر ۴۱۰۰ اوښتی دی. په دې هېواد کې تر ۵۶ زره زيات کسان په کورونا وايرس اخته شوی دي. له کورونا وايرسه په درېيمه درجه کې ډېر مړي په چين کې شوي چې شمېر يې تر ۳۲۰۰ اوښتی دی خو په دې هېواد کې بيا تر ۸۱ زره زيات کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.
بل لور په امريکا کې له دې وايرسه تر دې دمه تر ۱۱۰۰ زيات کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۹ زره په اخته شوي دي.
په افغانستان کې له دې وايرسه تر دې دمه درې کسان مړه شوي او ۹۴ په اخته شوي دي. خو په ګاونډي هېواد ايران کې بيا له دې وايرسه تر ۲۲۰۰ زيات مړه شوي او څه باندې ۲۹ زره په اخته شوي دي.