د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوي کورونا وايرس د مخنيوي لپاره ساينسپوهانو هلې ځلې تندې کړې


د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر ۱۶مه يوې امريکايي مېرمنې ته د کوويډ ضد واکسين په ازمايښتې ډول ولګول کېږي
د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر ۱۶مه يوې امريکايي مېرمنې ته د کوويډ ضد واکسين په ازمايښتې ډول ولګول کېږي

د نوي کورونا وايرس د درملنې لپاره د نړۍ ساينسپوهانو او طبي ماهرينو په ګډه کار پېل کړی تر څو نه يواځې د دې وايرس مخنيوی وکړي بلکې د ناروغانو د درملنې لپاره اړين طبي توکي هم جوړ کړي.

په دې لړ کې پر امريکا او جرمني سربېره په چين او جاپان کې هم يو شمېر ډاکټران او ساينسپوهان نوې ازموينې کوي او غواړي چې د کوويډ ۱۹ په نوم د نوي کورونا وايرس ضد درمل جوړ کړي.

د چين د هوبې ولايت په ووهان ښار کې چې کله د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې يوه نوې ناروغي خپره شوه نو خلکو فکر نه کاوه چې دا به د نړيوالې وبا بڼه خپله کړي. خو د وخت په تېرېدو سره د کوويډ ۱۹ په نوم دغه وايرس چې نوی کورونا وايرس هم ورته ويل کېږي نه يواځې د چين نورو سيمو ته وغځېدی بلکې نږدې د نړۍ هر کونج ته خپور شو.

د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مارچ پر ۱۷مه ليکلي چې په نوي کورونا وايرس د اخته شوو کسانو د درملنې لپاره د سلګونه ډاکټرانو يوې ډلې ۵۰ داسې درمل په نښه کړي چې ښايي له کورونا وهلو سره مرسته وکړي. يو شمېر ساينسپوهان غواړي چې داسې درمل جوړ کړي چې په متستقيم ډول وايرس په نښه کړي، خو د سانس فرانسيسکو په کېليفورنيا پوهنتون کې د ساينسپوهانو يوه ډله پر يوې نوې لارې ازموينه کوي. دوی داسې لارې چارې لټوي چې له کبله يې د انسان په بدن کې شته پروټين خوندې کړل شي. دوی غواړي چې يو داسې درمل جوړ کړي چې په انساني حجرو يا خليو کې دننه پروټين له کورونا وايرس څخه وژغوري ځکه چې کورونا وايرس پر پروټين بريد کوي او له هغه څخه بيا نور وايرس زېږي.

دمګړی لا داسې درمل يا واکسين نه دې جوړ شوي چې پر مټ يې د کورونا د ناروغانو درملنه يا علاج وشي. خو کله چې يو څوک په دې ناروغۍ اخته شي نو ډاکټران ورسره د درد او تبې په کنټرولولو کې مرسته کوي او يا که د ناروغ حالت ډېر خراب وي او په ساه اخيستو کې تکليف لري نو بيا ډاکټران د ماشين له لارې هغه سږو ته اکسيجن يا مصنوعي هوا ورکوي تر څو د هغه دفاعي نظام له وايرس سره وجنګېږي.

د نوي کورونا وايرس پر ضد د واکسين او درمل جوړولو په لړ کې لومړۍ تجربه په لومړي ځل د مارچ پر ۱۶مه د امریکا د واشنګټن ایالت په سياټل ښار کې وشوه. هلته يو شمېر رضاکارانو ته په ازمایښتې ډول د کوويډ ۱۹ واکسین ولګول شو. که څه هم په دې ګام سره د نوي کورونا وايرس د مخنيوي واکسین تجرباتي مرحله پیل شوه خو د ساينسپوهانو په وينا په بشپړ ډول به د دې واکسین جوړېدل میاشتې ونيسي.

د نوي کورونا وايرس تر خپرېدو يوه مياشت وروسته د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې چينایي چارواکو د دې وايرس د جینیټیکي ترکیب په هکله معلومات خپاره کړل چې بيا وروسته د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې په دې اړه تجربې او د درمل جوړونې کارونه پیل شول.

ساينسپوهان په دې اند دي چې دغه نوی واکسین به د انسان د بدن دفاعي نظام دومره پیاوړی کړي چې هغه به له کوويډ ۱۹ سره په مقابله کې برلاسی وي.

خو د دغه واکسین جوړوونکي امریکایي کمپنۍ ویلي چې د ازمایښتي پړاوونو تر تېریدو وروسته به لږ تر لږه يو کال يا زيات وخت واخلي څو چې دا واکسین د خلکو په استعمال کې ورکول کېږي.

پر امريکا سربېره د درملو جوړونکي يوې جرمن کمپنۍ هم د دې واکسین پر جوړولو کار پیل کړی دی.

بلخوا ګارډين ورځپاڼې د جاپاني رسنيو لخوا د مارچ پر ۱۸مه د هغو خپرو شوو راپورونو حواله ورکړې چې وايي په چين کې روغتيا پالانو او چارواکو ويلي چې په جاپان کې د نزلې لپاره کارېدونکو درملو د کورونا وهلو ناروغانو پر روغتيا مثبت اغېز کړی دی. دوی وايي چې دا ازموينه يې د چين په ووهان او شينژين ښارونو کې پر ۳۴۰ ناروغانو کړې چې په نتيجه کې يې د هغوی پر سږو سربېره نور حالت د پام وړ مثبت بدلون موندلی.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG