پراګ - د خیبر پښتونخوا په خېبر قبایلي ضلع کې په دوو نورو کسانو کې د کورونا وایرس پخلی شوی دی.
د یادې ضلعې د صحت څانګې مشر طارق حیات مشال ريډيو ته وویل چې د مارچ پر ۲۹مه د باړې ناله کجورۍ د دوو کسانو د کورونا ټیسټونه مثبت راغلي دي.
د طارق حیات په وینا ، دا دوه کسان د مارچ په ۱۶ نیټه له عمرې راغلي وو او د مارچ په ۲۳ نیټه یې کورنټین کړي وو او اوس د پیښور پولیس اینډ سروسز روغتون ته استول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په باړه ناله کجورۍ کې یی د هغوي کور کلی کوارنټین کړی، دغلته د خلکو په تګ راتګ یې بندېز لګولی د کلي د نورو خلکو معاینه روانه ده.
له دې سره په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وهلو شمېر ۱۹۰ ته رسېدلی دی.
بل پلو حکومتي چارواکي او عام ولس د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.
د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره د مړيو فاتحې نه دي اخيستل شوي.
د سيمې سياسي او مدني فعالان پر خلکو غږ کوي چې له ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي او په دې توګه له کورونا وايرسه د ځان او نورو خلکو د ساتلو په چارو کې مرسته وکړي.
په دې اړه د هارون باچا تفصیلي رپورټ دلته واوری
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.