ننګرهار ته د خلکو پر ورتګ بندیز ولګېد

په جلال اباد ښار کې مېکروب ضد دوا پاشل کېږي

جلال اباد - د ننګرهار والي د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه ولایت ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

شاه محمود میاخېل د اپرېل پر څلورمه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې له نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه دې هېڅوک بې له زښت ضرورته ننګرهار ته نه ورځي.

د ده په خبره، د اپرېل پر څلورمه هم په ولایت کې د کورونا وایرس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

میاخېل نوي اقدامات پر داسې مهال اعلان کړي چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، په افغانستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۲۹۹ ته رسېدلی دی.

له نننیو ارقامو سره سم، په هغه هېواد کې شپږ کسان ناروغۍ وژلي او ۱۰ جوړ شوي.

بشپړه مرکه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ننګرهار ته د خلکو په ورتګ بندیز ولګېد