پراګ - د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پنجپیر مدرسې د قران پاک د ترجمې او ختم سږنۍ اجتماع منسوخ کړې ده.
د مدرسې مشر خطيب مولانا محمد طيب وايي، دا پرېکړه يې د اسلامي احکاماتو په رڼا کې له کورونا وايرسه د خلکو د حفاظت لپاره کړې ده.
نور کله به د نوموړي زرګونه شاګردانو روژه مياشت د قران پاک د ترجمې او تفسير د زده کړې لپاره د صوابۍ ضلعې په پنجپير کلي کې تېروله.
له مولانا محمد طيب سره مې مرکه کړې او په سر کې مې ترې د سږ روژې لپاره د ده د درس قران د بديل پروګرام په اړه معلومات غوښتي دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.