د صوابۍ چارواکي‌ وايي‌ د کورونا لپاره یې مناسب ګامونه اخیستي‌

په پېښور کې د کورونا وایرس ټیسټ کولو یو عکس

پراګ - رپورټونه وايي، د اپريل تر نهمې په خيبر پښتونخوا کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۵۶۰ ته رسېدلی دی.

د خيبر پښتونخوا حکومت ويلي چې هم د اپريل له نهمې يې د صوبې په هسپتالونو کې د او پي‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډي څانګې بېرته پرانېستې دي.

داسې رپورټونه هم دي چې يوازې په صوابۍ ضلع کې د کورونا ناروغانو شمېر نهه ته رسېدلی دی.

د دې ضلعې د صحت څانګې مشر افسر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر کليم مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل چې د هسپتالونو او پي‌‌‌‌‌‌ډي ګانې فعاله او د ده په وینا ، د کورونا ناروغانو د درملنې چارې يې هم په کاميابۍ سره روانې دي.

نوموړي زياته کړه چې دوی د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو او نرسانو لپاره ځانګړي کېټونه او نور اړين طبي الات لري.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر کليم وویل چې مثبت ثابت شوي‌ او مشکوک کسان یې ټول داخل کړي‌ او په محدودو وسایلو کې یې هغوي ته د ضرورت هر څه ورکړي دی.

د صوابۍ په تر ټولو لوی سرکاري هسپتال باچا خان ميډيکل کمپليکس کې کارکوونکي يو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر د نوم او غږ نه خپرولو په شرط مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل چې زياتره ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو او نرسانو له کورونا وايرسه د حفاظت وسايل ځانته پخپله پيدا کړي.

دې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر همداراز وېره ښودلې چې په اوس وخت کې د او پي ‌‌‌‌‌‌ډي بېرته فعالېدا به ښايي د کورونا ناروغانو د شمېر زياتېدو لامل شي هغه ځکه چې له دې سره د مريضانو ګڼه ګوڼه جوړېږي.

خو د صوابۍ مرستيال ‌‌‌‌‌‌ډپټي کمېشنر ګوهر خان وايي، دوی له صحي انتظاماتو سره سره د عامه پوهاوي کمپاينونه هم پيل کړي.

ده وویل ، ''په صوابۍ کې مو په درې ځایونو کې قرنطین مرکزونه جوړ کړل ، په کې ۱۳۰ کټونه دي خو دا ګنجایش مو پکې یښې دی چې تر درې سوو یې ورسوو.''

د صوابۍ مرستيال ‌‌‌‌‌‌ډپټي کمېشنر زياتوي، هغه خلک چې بې ضرورته له کورونه بهر وځي او يا هم ګڼه ګوڼه جوړوي، دوی يې د پوليسو په زور له دغسې کولو منع کوي.

ګوهر خان وویل چې په ضروري کارونو پسې له کوره وتلو ته بیا وايي چې له یو بل سره فاصله وساتي.

په صوابۍ کې د حکومتي ګوند تحريک انصاف يو مشر انور حقداد وايي، د خوښۍ ځای دی چې خلک تر خپله وسه له کورونا وايرسه د بچ کېدو هڅې کوي.

نوموړی د کورونا ضد مبارزې په لړ کې د مخالفو سياسي ګوندونو د ځايي مشرانو او غړيو د کردار ستاينه هم کوي.

ده وویل ، ''په ملک کې دا اوسنۍ مسله د ګوند نه ده بلکې د ټولو ګوندونو مشران پوره پوره مرسته کوي او زه د ټولو ګوندونو د مشرانو او غړو مننه کوم.''

خو د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارليماني استازی سردار حسين بابک، چې له صوابۍ سره په ګاونډ پرتې د بونېر له يوې سيمې منتخب شوی، پر کورونا ضد حکومتي پلان نيوکې کوي.

نوموړی د صوبې حکومت ته وړانديز کوي چې د ضلعي انتظاميو مشران زيات بااختياره کړي او د مخالفو سياسي ګوندونو له مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

سردار حسين بابک وویل ، ''د کورونا وایرس ټیسټ کولو لپاره تر اوس په ټوله صوبه کې یو مشین دی او روغتونونو ته هم لا هغه وسایل نه دي‌ ورکړل شوي چې ډاکټران ورته ضرورت لري.''

سردار حسين بابک زياتوي، د خيبر پښتونخوا حکومت بايد د کورونا وبا له لاسه بېروزګاره شويو غريبو خلکو ته په زياته چټکه او موثره توګه اعلان کړې مالي مرستې ورسوي