کابل - افغان حکومت ویلي، د اسلامي دولت ډلې (داعش) د خراسان څانګې نیولی مشر اسلم فاروقي پاکستان ته نه سپاري.
د اپرېل پر نهمه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل ورغوښتی وو او ورڅخه یې غوښتنه کړې وه چې فاروقي دې وروسپاري ځکه چې نوموړی پاکستانی وګړی دی.
د اپرېل ۱۰مې پر ماښام د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې له پاکستانه یې د اسلم فاروقي د ورسپارلو غوښتنه ترلاسه کړې.
پر ټوېټر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیان
په بیان کې راغلي چې اسلم فاروقي د داعش ډلې هغه مشر دی چې په افغانستان کې يې "ډېر" جنایتونه کړي او ورباندې د ګڼو داسې حملو د "مشرتابه تور" دی چې پکې افغان ولسي وګړي او سرتېري وژل شوي.
بیان زیاتوي چې کابل او اسلام اباد یو بل ته د بندیانو د سپارلو تړون نه لري نو ځکه به له فاروقي سره "د افغانستان د نافذه قوانینو پر بنسټ چلند" وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ادعا کوي چې اسلم فاروقي د پاکستان له استخباراتي ادارې سره مستقیمې اړیکې لري.
د رحمت الله نبیل مرکه
رحمتالله نبیل د اپرېل پر ۱۰مه، مشال راډیو ته وویل:"د پاکستان نظامیانو او ی اېس ای تل په افغانستان کې د خپلو نیابتي جګړه کوونکو ملاتړ کړی. اسلم فاروقي او اته نور نیولي ملګري يې هم ځينې پاکستانیان دي یا د نورو هېوادونو دي. دوی تل په افغانستان کې مداخله کړې او دا کس اسلم فاروقي له ای اېس ای سره مستقیم روابط لري. پخوا چې زه په امنیت ملي کې وم، دی په پاکستان کې له لشکر طیبه او وروسته له تحریک طالبان پاکستان سره وو او له ای اېس ای سره یې اړیکې لرلې."
اسلام اباد د نبیل د څرګندونو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي، البته په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا له وسله والو ډلو سره د تړاو تور رد کړی او وايي، پاکستان خپله د ترهګرۍ ښکار دی نو ځکه یې پر وړاندې مبارزې او د سیمې له هېوادونو سره همکارۍ ته ژمن دی.
د فاروقي سپارلو په اړه د پاکستان سفارت بیان
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د اپرېل پر څلورمه د اسلم فاروقي د ګرفتارۍ خبر ورکړ.
دې ادارې ویلي چې نوموړی یې له ۱۹ نورو وسله والو ملګرو سره نیولی دی.
د فاروقي تر ګرفتارۍ دوه ورځې وروسته د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له افغان حکومته وغوښتل چې پر نوموړي - چې د ولسي وګړو په وژنه تورن دی - دې د جنګي جنایت په تور عادلانه مقدمه وچلوي.
سازمان په بیان کې ویلي چې د محکمې (مقدمې) پر مهال باید پر ولسي وګړو د داعش د بریدونو د وژل شویو د کورنیو غړي او ژوبل کسان حاضر وي چې خپل شهادتونه ورکړي.
اسلم فاروقي څوک دی؟
د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي خپل نوم عبدالله اورکزی دی چې د پاکستان وګړی دی.
فاروقي په پېښور ښار کې د داعش سخت دريځې ډلې نظامي مسوول او په خېبر پښتونخوا کې د عملیاتو مشر وو.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وینا، اسلم فاروقي د ابو سعید باجوړي تر وژنې وروسته د ډلې مشر شو.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست له معلوماتو سره سم، فاروقي په وروستیو کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالي کې د داعش وسله والو قوماندان وو.
داعش ډلې پر افغان ملکي وګړو د بریدونو ذمه واري منلې.
د مارچ پر ۲۵مه، په کابل کې د سېکانو پر درمسال د حملې ذمه واري چې پکې ۲۵ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول، هم داعش ډلې منلې.
تر دې مخکې، داعش ډلې د مارچ پر شپږمه د کابل په لویدیځ کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د حملې ذمه واري هم منلې چې پکې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.