پر تورخم له افغانستان څخه د پاکستانیو وګړو اوښتل روان دي‌

د تورخم عکس

خیبر – د خیبر پښتونخوا د سرحدي قبایلي ضلعې خیبر انتظامي چارواکي وایي د کورونا وایرس له کبله په افغانستان کې د ایسار شوو پاکستانيو ستنېدو لړۍ روانه ده.

دوي‌ وايي‌ دا کسان پر تورخم دروازه پاکستان ته اوړي او د اپرېل تر ۱۹مې څه باندې

۷۰۰ کسان ستانه شوي‌ دي.

د ځايي‌ چارواکو په وینا ، دا کسان په لنډي کوتل ،جمرود او شاه کس کې په سرکاري ودانیو کې جوړو قرنطین مرکزونو ته لېږل شوي دي.

د چارواکو په وینا ، دا کسان په تورخم کې رجسټر کوي او بیا یې تر یو ځانګړې عمل تېرولو وروسته په بسونو کې قرنطین مرکزونو ته وړي.

دوي‌ زیاتوي‌ چې په دې ستنېدونکو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي او د دوي لپاره په قرنطین مرکزونو کې بېل ځایونه جوړ کړل شوي‌ دي.

د خیبر ډپټي کمشنر محمود اسلم مشال راډیو ته وویل ، "موږ په ټوله ضلع کې د شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو قرنطین کولو بندوبست کړی دی."

د ده په وینا په دې کسانو کې د هر یوه لپاره بېل کټ ، ټشو پیپر تولیه ،سینیټایزر،واش روم،او د خوراک بندوبست شوی دی.

ده وویل ، " په داسې شیانو کې خوراکونه ورکوو چې تر استعمال وروسته غورځول کېږي ، هر مرکز کې ورسره موږ خپل شل سرکاري کسان او خدمت کونکي هم قرنطین کړي‌ دي‌، دې مرکزونو ته یوازې ډاکټر ورتلای شي بل څوک نه شي ورتلای."

د جمرود په سرکاري ډګري کالج کې جوړ شوي قرنطین مرکز مشر ډاکټر تازه ګل اپریدی وایي‌ ،‌ "موږ دلته د راوړل شوو کسانو طبي معاینه پیل کړې ده، سکرین کوو یې د عالج تاریخچه یې اخلو چې که چا ته د زړه مسله وي، شوګر یا د وینې فشار یې وي‌ او یا نور داسې څه نو هغه ترې بیلوو."

ډاکټر تازه ګل زیاته کړه چې دا کسان به له هغه وروسته کور ته لېږل کېږي‌ چې د صحت څانګه یې پخلی وکړي‌ چې کورونا وایرس پکې نشته.

چارواکي وایي د تورخم هغې غاړې ته اوس په سلګونه پاکستاني وګړي غواړي چې پاکستان ته واړوي خو دوي له پکار ده اول هلته په تورخم او جلال آباد کې ځانونه د پاکستان قونصلګرۍ سره رجسټر کړي او بیا تورخم ته راشي.

د تورخم دروازه د مارچ پر ۱۶ نیټه د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي لپاره تړل شوې وه خو اوس یوازې د پاکستانيو وګړو اړولو او ټرانزټ مالونه وړو لپاره خلاصه ده.

اوسمهال عام خلک پر دې لاره تګ راتګ نشي‌ کولای.