د خوړو نړيوالې ادارې رپورټ وايي، د نړۍ د لوږې وهليو کسانو شمېر ښايي له ۱۳۵ ميليونو څخه څه باندې ۲۵۰ ميليونو ته لوړ شي. د ادارې په خبره، د خوراک د کمي خطر د نړۍ د هغو ۱۰ هېوادونو وګړيو ته پېښ دی چې اقتصاد يې کمزوری او جګړې پکې روانې دي.
د ملګرونو ملتونو رپورټ وايي، د کورونا وبا له راتلو مخکې حتی د جنوبي اسيا او ختيځې افريقا په ځينو برخو کې اوږدې وچکالۍ او پر فصلونو د ملخانو حملو د خوړو د کمښت مساله جوړه کړې وه.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خوراک نړيوالې ادارې يا ډبليو اېف پي مشر ډېویډ بېسلې، چې کورونا وايرس وهلی وو خو بېرته روغ شوی، په وروستيو کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په يوه ویډیويي کنفرانس کې وويل چې دوی ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې د نړۍ په غريبو او جګړه ځپليو هېوادونه کې د خوړو د کمښت مسالې شاهدان واوسي.
نوموړي امنيت شورا ته په خپله وينا کې زياته کړه چې د غذايي قلت بحران د مخنيوي لپاره نړيوال بايد دانشمندانه او چټک اقدامات وکړي.
د خوړو بحران په اړه د ملګرو ملتونو څلورم کلنی رپورټ ښيي چې يمن، ډيموکريټېک رېپبلېک اف کانګو، وېنزوېلا، اېوتوپيا، سوډان، جنوبي سوډان، شام، ناېجېريا، هېټي او افغانستان د خوړو له شديد قلت سره مخ کېدای شي.
يو افغان ډاکټر فضل الله اختر، چې له جرمني يې د اوبو د تنظيم په برخه کې پي اېچ ډي کړې، په افغانستان کې د خوړو د کمي ستونزه جدي بولي او هغه لاملونه په ګوته کوي چې د ده په خبره، د پام وړ شمېر افغانان يې بېوزلي او اوږي پاتې کړي دي.
''افغانستان له غذايي قلت سره مخامخ دی. بدبختانه، موږ په زراعتي سېکتور کې خودکفا نه يو. د هېواد وګړي صحي خدماتو ته هم، هغه رنګ چې لازمه ده، لاسرسی نه لري. زراعتي توليد مو دومره نه دی چې زموږ ضروريات پوره کړي. نتيجتاً په هېواد کې د خوراکي توکيو قيمتونه لوړ او عام خلک له مشکل سره مخ شوي دي. بلخوا زموږ ذخيره خانې د موجوده نفوس خوراکي اړتياوې نه پوره کوي. په افغانستان کې د دوايانو د توليد چارې هم د تسلۍ وړ نه دي. خدای مه کړه که په هېواد کې د کورونا مسالې همداسې پسې شدت وموند، نو زه فکر نه کوم چې دولت دې دومره ظرفيت ولري چې په صحيح مانا د ولس مرستې ته حاضر شي. موږ لا هم په پښو ودرېږو او ادارې مو د جوړېدو په حال کې دي. لنډه دا چې د نورو هېوادونو په پرتله، افغانستان ته ډېر مشکل متوجه دی.''
ډاکټر فضل الله اختر زياتوي، د افغانستان حکومت کولای شي د اوبو او انرژۍ، زراعت، صنعت او صحت وزارتونو د موثره لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو له لارې هېوادوالو ته اړين خدمات برابر کړي او هغوی د لوږې او فقر له ممکنه حالته وژغوري.
''افغان دولت او مربوطه ادارې بايد په عاجله توګه کار پيل کړي. هغه ولايتونه بايد په نښه شي چې د کورونا مثبتې پېښې پکې ثبت شوي او بازارونه يې بند دي. هغوی ته بايد په سمدستي ډول د نړيوالو ادارو مرستې ورسول شي. بل وړانديز دا دی چې د ولايتونو ښاروالۍ بايد د خوراکي توکيو بيې کنټرول کړي. زراعت وزارت هم بايد زيات فعاله شي. دوی کولای شي د مالدارۍ په برخه کې نرخونه کنټرول کړي. ښه به وي که دا وزارت د زونونو په کچ يخې خونې جوړې کړي چې د ضرورت پر وخت اړمنو خلکو ته په مناسبو بيو خوراکي شيان ترلاسه شي. د افغانستان د صحت وزارت هم بايد تيار واوسي چې خلکو ته روغتيايي خدمات ورسوي او په دې ترڅ کې د کورونا وبا د لا خپرېدو مخه ونيول شي.''
د خوړو نړيوالې ادارې مشر ډېوېډ بېسلې وېره ښودلې چې که ملګرو ملتونو د نړۍ غريبو او لوږې وهليو خلکو ته پر وخت مرستې و نه رسولې نو ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې ۳۰ ميليونه او يا تر دې هم زيات کسان مړه شي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د نړۍ شتمن هېوادونه به د غريبو او جګړه ځپليو هېوادونو د وګړيو د لوږو تندو له اغېزه بچ پاتې نشي.