په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټولبند (لاکډاون) له وجې د نورو کاروباریانو ترڅنګ شخصي ښوونځي هم له مالي ستونزو سره مخامخ شوي.
د پاکستان د حکومتي امر سره سم، په هغه هېواد کې ټولې تعلیمي ادارې تړلې دي او د لویو ښارونو ځینو پوهنتونونو او کالجونو د زده کړو انلاین (پرلیکه) نظام پلی کړ.
د صوبې د شخصي ښوونځیو ټولنه وايي، ټولبند سکولونه ځپلي دي.
د شخصي ښوونځیو د یوې ټولنې مشر طاهر امین د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې که حکومت پر وخت اقدام ونکړ، کېدای شي چې واړه شخصي سکولونه د مالي فشار له وجې سکوټ وتړل شي.
هلته په چارسده کې د یوه ښوونځي مشره نازیه جان وايي، د ښارونو پرتله په کليوالو سیمو کې شخصي سکولونه کمې پیسې ګټي او په ګرانه میاشتني لګښتونه پوره کوي:
"له موږ سره د کروندګرو او وړو کاروباریانو بچي زده کړې کوي. له هغوی سره چې کله پیسې برابرې شي نو موږ ته یې راکړي خو د کورونا وایرس" وبا له وجې د مارچ له ۱۴مې "سکولونه بند دي او کاروبارونه هم بند دي نو که موږ له هغوی د فیسونو تقاضا کوو هم، هغوی یې نشي راکولای."
د نوموړې په اند، که په دې حالت کې ښوونکو ته تنخا ورنکړي نو هغوی هم له ستونزو سره مخامخېږي.
نازیه جان وايي، د شخصي ښوونځیو په لګښتونو کې تر ټولو زیاته برخه د استادانو د تنخاګانو وي.
نوموړې زیاتوي چې دومره وسایل نه لري چې ښوونکو ته پر وخت تنخا ورکړي.
د یوه شخصي سکول ښوونکې زینب عمر وايي، تنخا یې د کورنیو لګښتونو پوره کولو یوازېنۍ سرچینه ده.
نوموړې وايي، شاوخوا "دوه میاشتې کېږي چې ما ته تنخا نه ده راکړل شوې."
د زینب عمر په خبره، نور هم "ډېر استادان دي" چې تنخاګانې یې نه دي اخیستي او له مالي ستونزو او نفسیاتي (رواني) فشار سره مخامخ دي.
په پېښور کې د شخصي سکولونو د نظم حکومتي ادارې مشر محمد نعیم وايي، د ښوونځیو مالي مشکلاتو ته پام کوي.
دی وايي، صوبايي حکومت فیصله کړې چې سکولونو ته د ګرمۍ د چوټیو فیسونو اخیستو اجازه ورکړي خو که څوک "یو ځای فیسونه نشي جمع کولای نو هغوی دې یې په قسطونو" کې ورکړي.
ده زیاته کړه چې حکومت د شخصي ښوونځیو د مالي مشکلاتو کمولو هڅې کوي.
د شخصي ښوونځیو د نظم ادارې له وینا سره سم، په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۱۴،۰۰۰ شخصي سکولونه دي چې ورڅخه یې ۸،۵۰۰ رجسټر دي او د نورو د نوملیکنې عمل روان دي.
اداره زیاتوي چې په هغو ښوونځیو کې شاوخوا ۲۰ لاکه زده کوونکي او یو لاک ۲۰،۰۰۰ استادان دي.