افغانستان ښايي د کورونا له وجې د روغتیايي ناورین ښکار شي: سیګار

په هرات کې د کورونا وایرس لپاره ځانګړې روغتون

پراګ - د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي (سیګار) خبرداری ورکړی دی چې هغه هېواد ښايي د کورونا وایرس د وبا له وجې د روغتیايي ناورین ښکار شي.

د اپرېل پر ۳۰مه، امریکايي کانګرس ته په استولي رپورټ کې سیګار ویلي دي چې د عامې روغتیا کمزوری نظام، پراخه خوارځواکي، د هېواد دننه د لوی شمېر خلکو بې کوري، له ایران او پاکستان سره لویې پولې او تګ راتګ او روانه جګړه هغه څه دي چې افغانستان په راتلونکو میاشتو کې له روغتیايي ناورین سره مخامخولای شي.

د سیګار دا رپورټ هغه اندېښنې په ډاګه کوي چې ورسره د سولې وار له مخه ولاړې هڅې ټکنۍ کېدای شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم ټاکل شوې وه چې په مارچ کې بین الافغاني خبرې پیل شي، چې دا کار لا هم نه دی شوی.

دا هم وګورئ: افغان سوله: امريکا او طالبانو د سولې تړون لاسليک کړ

په عین وخت کې د وبا له وجې له ګاونډیو سره د افغانستان پولې تړلې پرتې دي چې له کبله یې سوداګري او د بشري مرستو لپاره د سامانونو لېږد درېدلی دي.

سیګار په رپورټ کې خبرداری ورکړی چې که کړکېچ دوام ولري نو په افغانستان کې د خوړو وار له مخه زیاتېدونکې بیې لا لوړېدای شي چې ورسره به د خلکو مشکلات لا زیات شي.

افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۳مه پر طالبانو غږ کړی وو چې د ده په وینا ، په دې حساس وضعیت کې چې د کورونا وایرس وبا په ټول هېواد کې خپره شوې ده، له طالبانو د خلکو او حکومت غوښتنه دا ده چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

دا هم وګورئ: خلیلزاد: طالبان دې پر "بشري بنیاد" اوربند وکړي

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر په یوه بیان کې د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې د دوحې هوکړه باید عملي‌ شي‌ او ویلي یې وو چې حکومت د کورونا وایرس د وبا په حالاتو کې د طالب بندیانو ژوند په خطر کې اچولی، نو د شاهین په وینا په دې صورت کې د اوربند غوښتنه معقوله نه ‌ده.