د کابل په لوېدیځ د دشت برچي د سرکاري روغتون په زېږنتون کې وسلهوال برید د یوه پولیس په ګډون ۱۴ تنه وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.
دا پېښه نن نږدې لس بجې هغه مهال وشوه چې درې تنه وسلهوال د روغتون او د ښځو څانګې ته ننوتل او د ناروغانو په ګډون یې پر ولسي وګړو ناتاره ډزې پیل کړې.
په دې برید کې د ښځو او دوو نویو زوکړو ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول، په وژل شویو کې یو پولیس سرباز هم دی.
د دې روغتون د زېږنتون برخه د بې پولي ډاکټرانو پورې اړوند ده.
د بې پولو ډاکټرانو ټولنې دا موضوع په خپله ټویټرپاڼه تایید کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، امنیتي ځواکونو نږدې ۱۰۰ تنه ملکیان او د روغتون کارکوونکي چې درې بهرنیان هم په کې وو، ژغورلي دي.
هغه زیاته کړه: "متاسفانه ترهګرو د خپلو بشر ضد جنایتونو په دوام نن د برچي په ملي ۱۰۰بستریز روغتون برید وکړ، په دې برید کې ۱۴ تنه ووژل شول چې ۱۳ یې د روغتون ملکي کارکوونکي، ښځې او نوي زېږېدلي ماشومانو وو، زموږ یو امنیتي سرتېری هم په دې برید کې وژل شوی دی، برید د درې ترهګرو په وژلو سره پای ته ورسېد. "
هغه تصویرونه چې له دې پېښې کورنیو چارو وزارت خپاره کړي، ښيي چې امنیتي ځواکونه نوي زېږېدلي ماشومان چې جامې یې په وینو لړلي دي، ژغوري.
دې برید کې نږدې شپږ ساعته دوام وکړ.
د دې روغتون یو کارکوونکی وايي، وسلهوالو نظامي یونیفورم په تن و او مجهزې وسلې ورسره وې.
هغه زیاتوي: "زه ورته ډېر نږدې وم، دوه تنه وسلهوالو را باندې ډزې وکړې، ږېري یې خریلې وې، نظامي لباس یې په تن و، ما مې د خپل همکار لاس ونیاو، پر هغه یې هم ډزې وکړې."
یو بل عیني شاهد ازادي راډیو ته د دې پېښې بده کیسه کوي: "د روغتون له دننه خلکو منډې وهلې، هغه کسان چې له روغتون ژوندي را وتل چیغې یې وهلي چې ځانمرګي دي، یو تن یې په وینو لړلی را وویست، یو ماشوم یې په مغز ویشتلی و، د یوې مېرمنې کولمې را وتلې وې."
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
طالب ویاند وايي، دا برید دوی نه دی کړی.
دې برید پراخ غبرګونونه هم را پورته کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو دا برید غیر انساني او غیر اسلامي بللی دی.