فطرت مې د هنر بنیادي موضوع ده: رفعت خټک

رفعت خټک د نوښار ضلعې د شیدو کلي اوسېدونکې دی او یو داسې انځورګر دی چې د رنګ او برش په وسیله د فطرت پټ رنګونه رابرسیره کوي، د خطاطۍ په وسیله د پېړیو یو زوړ هنر ژوندی ساتي او د مجسمه سازۍ له لارې خپلو ورکو خوبونو له تصویرونه جوړوي.

محمد رفعت الله خان چې ملګري او مینه وال يې د رفعت خټک په نوم پېژني له وړوکوالي د خپل کلي د لنډي سیند ښایستونو له ځانه سره وړې وو، د ګیرچاپیره غرونو او ورشوګانو نه يې خپل فن او فکر له رنګونه اخیسته او بیا چې به ورله کله د کور په نغري کې سکاره په لاس ورغلل نو دغه احساسونه به يې انځورول.

نوموړی وايي، فطرت د هغه د هنر بنیادي موضوع ده.

د نړۍ نورو قامونو په شان، پښتانه هم د نوی دور له چیلنجونو سره مخ دي او په کلتوري او ټولنیز ژوند کې بدلونونه روان دي نو په دې مزل کې ډېر زاړه دودونه او علامتونه هم په ورکېدو دي.

د رفعت خټک د فن یو بله موضوع د پښتو کلتوري او ټولنیز ژوند دی.

نوموړی وايي، د رباب موسیقۍ يې ډېره خوښه ده، ځکه چې له دغه ساز سره د پښتنو د روایتي ژوند ډېر خواږه یادونه تړلي دي.

هغه وایي، داسې يې هم کړي چې رباب غږېږي او ده يې له ساز سره تړلي احساسونه په رنګونو کې رانغښتي او انځور کړي دي.

لکه څنګه چې مالومه ده د ښه فن تخلیق د یو حساس او نرم زړه نه بغیر نه شي کېدې، دغه شان د رفعت خټک زړه هم د هغه بیقرارۍ نه شي خلاصېدای چې په دې خاوره د جنګ، بربادۍ او فساد په نتېجه کې د هر باشعوره پښتون په برخه ده.

په دې تیرو دوه لسیزو کې چې له وزیرستانه تر سواته په دې خاوره د کوم وحشت بازار ګرم وو ، هغه لمبې او ورپه کې سوځیدلي ارمانونه هم خټک انځور کړي دي او د راروانو نسلونو لپاره يې خوندي کړي دي.

نوموړې وايي د ؛مرغۍ الوت؛ په نوم باندی يي د بیکوره شویو خلکو په اړه په اسلام اباد کې په ۲۰۱۸ م کال کې یو نندارتون هم راجوړ کړی وو.

دا اوس چې د کورونا وبا ټوله نړۍ نیولې ده او انسانان يې له یو بله لېرې کړي دي نو د فن او هنر خاوندانو لپاره يې هم نوې پوښتنې راوړی دي.

رفعت خټک وایي، د یو تخلیقکار په حیث هغه د خپل تخلیق لپاره ازادي غواړي، خو د وبا له کبله تر کوره تړلې پاتې دی، چې د ژوند یوه عجیبه شیبه یې ده.

نوموړي د کورونا په نتیجه کې د روانو بدلونونو او پېښو ستونزو په اړه د فنپارو یوه پوره لړۍ یا سیریز تیار کړی دی، چې د وبا په ورځو کې د ګېرچاپیره ژوند او خورو ورو، هیلو او بدګومانیو انځور ګري يې په کې کړې ده.

رفعت خټک د خطاطي په شکل کې د تېرو وختونو یو ښایسته هنر هم ژوند ساتلی دی او کله چې يې وس برابر شي نو د پښتونخوا په بېلا بېلو سکولونو کې يې ماشومانو ته هم ورښيي.

نوموړی وايي، په پښتونخوا کې داسې اداری یا ارټ سکولونه نشته چې له دې وطن سره تړلي هنرونه خوندي وساتي.

د رفعت خټک هنري مزل دوام لري، او په دغه مزل کې هغه د خپل کلي کوره لیرې ژوند تېرولو ته اړ شوی دی خو وايي، هر چېرته چې وي، د ژوند الغاو تلغاو نه څه وختونه خامخا راتروړي، او ځان د لنډي د سیند غاړې ته رسوي، ځکه چې هم له دغه ځایه يې د سفر اغاز کړی وو.